د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
خبر

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د بلخ پوهنتون د استادانو او محصلینو لپاره د عملي کار او علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره د مناسبو فرصتونو برابرولو او همدارنګه د معارف کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د علمي او مسلکي پروګرامونو پر جوړولو بحث او خبرې وشوې .

په دې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ د علمي او اکاډمیکو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو او پرېکړه وشوه چې د متقابل تفاهم او همکارۍ پر بنسټ به د ګډو فعالیتونو د تنظیم لپاره یو هوکړه لیک هم ترتیب او لاسلیک شي. د یاد هوکړه لیک له مخې به د پوهنتون استادانو هغه علمي څېړنې او تحقیقات چې د معارف د تدریسي او تعلیمي کیفیت د ښه والي په موخه ترسره شوي، له معارف ادارې سره شریک کېږي.

همدارنګه پرېکړه وشوه چې د استادانو په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو ته به زمینه برابريږي  تر څو په ښوونځیو او تعليمي بنسټونو کې عملي کارونه او څېړنې ترسره کړي چې دا کار به د پوهنې تدریسي بهیر ښه والي او د تعلیم  کیفیت لوړولو لامل وګرځي.

د غونډې په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د یادو همکاریو د پیاوړتیا لپاره به ګډ علمي سیمینارونه، روزنیز پروګرامونه او څېړنیزې ناستې هم په منظم ډول ترسره کېږي، تر څو د پوهنتون او معارف ترمنځ علمي اړیکې لا پیاوړې او اغېزمنې شي.

 بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي امريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۲
Background image

د بلخ پوهنتون اقتصاد پوهنځي جنوب خوا د زرغونتيا او ښکلا په موخه نوی چمن کېنول شو!

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال رمضان مياشتې په ۱۴ مه، په بلخ پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي جنوب خواته د زرغونتيا او ښکلا په موخه د مالي او اداري چارو مرستيال په لارښوونه د تدارکاتو آمريت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د طبيعي علومو «نړيوال ژورنال» د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه!

پنجشنبه د ۱۴۴۷ کال رمضان مياشتې په۹مه، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د حوت ۷ مې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت کې د طبيعي علومو نړيوال ژورنال د هئيت تحرير غونډه د. . .

BACK TO NEWS