د بلخ پوهنتون د رئیس شرعياتو، اقتصاد او ژورناليزم پوهنځيو څخه ليدنه.
نن شنبه د تلې مياشتې په (۱۴)مه د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد هاشمي د ياد پوهنتون د پوهنځيو د کتنې په لړۍ کې، شرعياتو، اقتصاد او ژونالېژم پوهنځيو څخه ليدنه وکړه، د هغوی ستونزې يې واورېدې او د حل پوره ډاډ يې ورکړ.
همداراز ښاغلي هاشمي د يادو پوهنځيو له ځينو ټولګیو څخه هم ليدنه وکړه او د زده کړيالانو درس بهیر یې و ارزاوه تر څو د ستونزو په شتون کې ورته د حل لارې ولټوي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.