په بلخ پوهنتون کی دڅوبیلا بیلو پوهنتونونوکادري آزموینه

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۵:۲۱
خبر

نن سه شنبه د روان ۱۴۰۳لمريز کال د مرغومې مياشتې په اتلسمه، د بلخ پوهنتون په ګډون د بدخشان، فارياب، جوزجان سمنګان پوهنتونونو له ۳۹ بېلابېلو ډيپارټمنټونو څخه په ۴۶ خالي کادري بستونو کې ازموېنه واخيستل شوه.

د يادې ازموينې اخيستلو په موخه د بلخ پوهنتون د غونډو په تالار کې ناسته ترتيب شوې وه، چې پيل يې د اړيکو او عامه پوهاوي آمر مولوي سميع الله «بلخي» لخوا د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو سره وشو.

د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سيد «هاشمي» دغې ناستې په وينا کې وويل:« چې په افغانستان کې د نړۍ په برابر لوی- لوی کادرونه شته او دا د جواهرو لوی کور دی، ښاغلي رئیس په دغه ازموينه کې د استادانو څخه غوښتنه وکړه، چې روڼتیا ته پوره ځير اوسي تر څو حق حقدار ته وسپاري.

همدا راز  د لوړو زده کړو وزارت لخوا دغې ازموينې ته رالېږل شوي هیئت مشر مولوي حميدالله «عابد» هم د حق حقدار ته، په سپارل کېدو ټينګار وکړ او نوماندانو ته يې ډاډ ورکړ، چې هيڅ يوه نمره به مو نه خوړل کېږي، مونږ مو تر شا ولاړ يوو او ستاسې ستونزو ته به په پوره معنی' رسيدنه کوو.

د ناستې په دوام کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل حيات الله «حقجو» په خپله وينا کې د وزارت څخه راغلو ميلمنو، استادانو او په ازموينه کې د ګډون کوونکو کادرونو هرکلی وکړ او په دغه پروسه کې يې د دوی د ستړياوو څخه مننه وکړه.
همدغه شان نوموړي په خپلو خبرو کې د کادري ازموينې اخيستوونکو استادانو څخه ډېر په درناوي هيله وکړه، چې غير مسوول وګړي د ازموينې صحنې ته پرې نږدي.
 تر څو د آزموينې روڼتیا ډاډمنه کړي. 

بلخ پوهنتون اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۲
Background image

د بلخ پوهنتون اقتصاد پوهنځي جنوب خوا د زرغونتيا او ښکلا په موخه نوی چمن کېنول شو!

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال رمضان مياشتې په ۱۴ مه، په بلخ پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي جنوب خواته د زرغونتيا او ښکلا په موخه د مالي او اداري چارو مرستيال په لارښوونه د تدارکاتو آمريت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د طبيعي علومو «نړيوال ژورنال» د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه!

پنجشنبه د ۱۴۴۷ کال رمضان مياشتې په۹مه، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د حوت ۷ مې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت کې د طبيعي علومو نړيوال ژورنال د هئيت تحرير غونډه د. . .

BACK TO NEWS