د علمي او محصلانو چارو مرستيالانو د لوړو زده کړو وزارت په انلاین کنفرانسونو کې ګډون وکړ.

ba_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۱۴
خبر

د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له لسمې نیټې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال مفتي جمال الدین آغا او  محصلانو چارو مرستيال پوهنوال محمد شریف امین د آی ټي آمریت اړوند د آی ټي  سي بي  مرکز کې  د لوړو زده کړو وزارت په دوو جلا کنفرانسونو کې، چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين شیخ ضیاء الرحمن اریوبي، محصلانو چارو معين شیخ عبد الله سیحان او د یو شمېر پوهنتونونو علمي او محصلانو چارو مرستيالانو هم ګډون کړی و.
په کنفرانسونو کې په یو شمېر بېلا بېلو موضوعاتو، ستونزو ته د حل لارو لټولو تر څنګ د پوهنتونونو تر منځ د لا همغږۍ په رامنځته کولو باندې خبرې وشوې.
دغه کنفرانسونه د خير په دعا سره پای ته ورسېدل. 
بلخ پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د مالي کميټې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه!

دوشنبه د ١٤٤٧ ه ق کال د ربیع الثاني مياشتې په ٣مه د بلخ پوهنتون مالي کمېټې د مالي چارو په اړه ناسته وکړه ياده ناسته د مالي او اداري چارو معاونيت په دفتر کې د معمول سره سم د قرانکریم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۵
Background image

په بلخ پوهنتون کې د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې!

شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال جمادی الثانی مياشتې په لومړۍ چې د ۱۴۰۴لمریز کال د ليندۍ (قوس) مياشتې د لومړۍ نیټې سره برابره ده په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د تدريسي مهالوېش سره سم د ۱۴۰۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۵
Background image

د کمپیوتر ساینس پوهنځي محصلانو د نوي اختراعاتو يو ورځنی نندارتون نندارې ته وړاندې کړ.

سې شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د جمادي الاول مياشتې په ۲۰مه، په بلخ پوهنتون کې د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو خپل ابتکارونه د يو ورځني نندارتون له لارې چې د ياد پوهنځی مسؤلينو له لوري ترتيب شوی. . .

BACK TO NEWS