په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند پرسونل سره مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه!

ba_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۲:۳۶
خبر

پنجشنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال په د جماد الاول مياشتې په لومړۍ نېټه، په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند پرسونل سره مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه، د دغه ناستې پيل د معمول په شان د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

د ناستې په پيليزه وينا کې، د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» د ناستې ګډونوالو هر کلی وکړ او د هرکلي ترڅنګ يې د خپلو کار کوونکو د ښو کارونو ستاينه وکړه.

ښاغلي مرستيال د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: چې پوهنتون د انسان جوړونې منظمه لويه فابريکه ده او د ټولو هېوادوالو سترګې همدې فابريکې ته دي. بايد په دنده کې درغلي ونه کړو، احساس پيدا کړو او دا دنده خپل اساسي مسووليت وګڼو؛ تر څو کوم تړون چې مونږ د دندې په پيل کې د هېوادوالو سره کړی دی، ورته پاتې را نه شو.

دغه راز ښاغلي مرستيال، له ګډونوالو هيله وکړه، چې د پوهنتون په نظم او دسپلين او نورو يو شمېر وروسته پاتې کارونو کې ورسره ستړياوې وګالي او هماهنګي پيدا کړي؛ تر څو هېوادوالو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

د ناستې په پای کې ګډونوالو د ادارې اړوند خپلې ستونزې له ښاغلي مرستيال سره شرېکې کړې، چې په پايله کې ورسره  د حل ژمنه وشوه.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۲۶
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د شوال المکرم په ۸مه بلخ پوهنتون او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په یوه رسمي ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۵:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پيام صحت په نامه څېړنيزې علمي مجلې لومړۍ شمېرې دوهم ټوک د چاپ په ګاڼه سمبال شو!

نن چهارشنبه  د ۱۴۴۷ھ ق کال شوال مياشتې په ۷مه نېټه د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال په لارښونه د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت له لوري د ۱۴۰۴ لمريز کال پيام صحت په نامه څېړنيزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

BACK TO NEWS