دبلخ پوهنتون دنوي رئیس پېژند غونډه.

ba-edris
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۹:۳۵
خبر

نن پنجشنبه د ۱۴۴۵/ ۲۱/۶ه ق د بلخ پوهنتون ریاست لپاره د رئیس پېژندګلوۍ په مناسبت ناسته  د استاد حافظ خالد الدین غفوري له خوا دقرآنکریم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.

لومړى دبلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل مولوي حيات الله حقجو راغلو مېلمنو ته دَ ښه راغلاست تر څنګ

نوي رئیس ته مبارکي وویله او هيله يې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې چارې په پوره همغږۍ او چټکتيا سره دوام و مومي.

 ورپسې دبلخ ولايت په استازيتوب دَ دفتر رئیس ښاغلي مولوي صاحب سلطان محمد سعید دنيت په اهميت خبرې وکړې او دبلخ پوهنتون استادانو ته يې سپارښتنه وکړه چې دروزنې په ډګر کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي تر څو ټولنې ته دخدمت لپاره وړ کسان ور وپېژني.

ورپسې دبلخ پوهنتون نوي رئیس ابوعاصم مفتي محمد شریف عثماني دلارښوونېزو خبرو تر څنګ دمسئوليت په اړه څرګندونې وکړې او دايې يو دروند بار وګاڼه او په ځانګړي ډول دَ پوهنتون مسئولیت چې د انسان جوړونې اړوند بنيادي حيثيت لري له ټولو منسوبینو څخه غوښتنه وکړه چې په دې دروند مسئولیت په مخته وړلو کې ورسره مرسته او همغږي وکړي تر څو په پوره ډاډ سره چارې پر مخ ولاړې شي. هغه همدا راز دپوهنتون منسوبینو ته دهر اړخيزې مرستې ډاډ ورکړ.

 ورپسې دبلخ ولايت د بشري سرچينو رئیس بخت محمد مومنيار مسؤلين خپلو مسوولیتونو ته ځير کړل او دَ بلخ پوهنتون له استادانو څخه غوښتنه وکړه ترڅو په راتلونکې کې په اسلامي مفکوره سمبال خلک ټولنې ته وړاندې کړي. او  وروسته بيا ښاغلي مومنيار دَ لوړو زده کړو وزارت د حکم مطابق د ښاغلي ابو عاصم دَ ګمارنې مکتوب ولوستلو.

په پاي کې دنظامي محکمې رئیس مولوي صاحب عبدالوارث دَ آمر په مسؤليتونو او خيرخواهۍ په ارزښتونو رڼا واچوله او مسؤلين يې خپلو مسؤليتونو ته ځير کړل تر څو صادقانه ددې ځورېدلي ولس په چوپړ سره دَ دنیا اوخرت بريا حاصله کړي. هغه همداراز دخپلو خبرو پرمهال ښاغلي ابو عاصم مفتي محمد شريف عثماني ته دبلخ پوهنتون رئيس په توگه دَ ګمارنې مبارکي وويله. او دَ هغه لپاره يې په چارو کې ده بريا او پر مختګ لپاره دعا وکړه ترڅو دا دروند مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي.

 ناسته په دعا کولو سره پاى ته ورسيده.

دبلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

کورس سه روزه نرم افزار سیستم اطلاعات جغرافیایی(GIS) و سیستم موقعيت یاب جهانی (GPS) برای دیپارتمنت جغرافیه پوهنځی تعلیم و تربیه پوهنتون بلخ به پایان رسید.

روز چهارشنبه‌ مورخ 22 شعبان المعظم سال ۱۴۴۷ ه ق  کورس مذکور که از جانب آمريت انکشاف مسلکي باهمکاری پوهنځی انجنیری معادن و محیط زیست براي استادان دیپارتمنت جغرافیه تعلیم و تربیه پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۲
Background image

هيئت اداره ملی امتحانات کانکور با رئیس صاحب پوهنتون بلخ دیدار نمودند.

روز چهارشنبه مورخ۱۴۴۶/۸/۲۲ ھ ق هيئت اداره ملی امتحانات کانکور با سرپرستی معلم احمد حق اني مالي و اداري اداره ملی امتحانات کانکور با شيخ القرآن و والحديث محمد سید هاشمی رئیس صاحب پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۱۹
Background image

جلسه کمیته امتحانات پوهنتون بلخ برگزار گردید.

روز سه‌شنبه مؤرخ ۲۲، شعبان المعظم، ۱۴۴۷ه‌ق.‌جلسه کمیته امتحانات پوهنتون بلخ تحت ریاست داکتر گل خان نبی‌زاده معاون امور محصلان پوهنتون بلخ در دفتر معاونیت امورمحصلان، تدویر یافت،

جلسه. . .

BACK TO NEWS