د بلخ پوهنتون د څېړنې او علمي مجلې معاونیت لخوا د جديدالتقرر استادانو لپاره د څلورو يوه ورځنيو ورکشاپونو لړۍ پيل شوه.

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۱
خبر

دا لړۍ د ۱۴۰۳ د حوت ۲۵ مه چې د ۱۴۴۶ د روژې ۱۵ مې سره برابره ده د بلخ پوهنتون د رئيس، د څېړنې او علمي مجلو معاون، امرینو او استادانو په حضور کې د قران کریم د مبارکو اياتونو په  تلاوت سره پيل شوه.

په پيل کې د بلخ پوهنتون رئيس، الحاج شيخ القران والحديث محمد سيد هاشمي، د علم ارزښت، مکلفیت، او خپل‌منځي همکارۍ اړوند مهمې خبرې او لارښونې وکړې. ورپسې، د څېړنې او علمي مجلو معاون، ډاکټر حميدالله عمرخېل، د نويو استادانو د څېړنیزو مکلفیتونو اړوند او د ورکشاپونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په دې ورکشاپونو کې، چې څلور ورځې به دوام وکړي پر لاندې موضوعاتو بحث کېږي.

- د ملي مجلو (معرفت، بلخ، او پیام صحت) لپاره د مقالې ليکنې لارښود

- د څېړنې میتودونه

- د ليکنې اصول

او د برنامې   زده کړه

د دې ورکشاپونو هدف دا دی چې نوي استادان د څېړنې، علمي ليکنې، او ديتا تحليل او تجزيه او نورو مهارتونو  برخه کې لاښه وروزل شي او په راتلونکې کې نوې او ګټورې څېړنې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۹
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه! ياده غونډه د معمول په څېر د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

د ناستې په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال الحاج پوهنمل محب الله «هدايت» د ګډونوالو هر کلی وکړ او د هر کلي ترڅنګ يې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل چې هر پوهنځی بايد خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۶
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ۵۵۳ زره افغانيو په لګښت کانټين جوړ شو.

په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ او د بلخ پوهنتون د رهبرۍ په هڅو، د ياد پوهنتون کانټين د ۵۵۳ زره افغانيو په لګښت په معياري ډول جوړ او د محصلانو او منسوبينو د استفادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د یو علمي سفر په ترڅ کې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي ۲۳ تنو محصلانو د بلخ پوهنتون لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه!


نن شنبه د روان ۱۴۰۵ تعلیمي کال غویي میاشتې په ۱۹ مه د یو علمي سفر په ترڅ کې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي۲۳ تنو محصلانو د بلخ پوهنتون لابراتوارنو څخه لیدنه وکړه.

د. . .

BACK TO NEWS