په بلخ پوهنتون کې د امير المومنين شهيد ملا اختر محمد منصور د ژوند، فکر او مبارزې په سرليک علمي سیمینار دائر شو.
د ياد سیمینار په پرانیستې وينا کې د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» امير المومنين شهيد ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت د تحریک د بیا ځلې راژوندي کېدو او پیاوړتیا مهم شخصیت وباله او ویې ویل چې هغه په یوه حساس پړاو کې د تحریک مشري پر غاړه واخیسته او د خپلو هڅو، قربانيو او رهبرۍ له لارې یې د اسلامي امارت د مبارزې بهیر ته نوی حرکت ورکړ.
ورپسې د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستيال ډاکټر پوهنمل حميدالله «عمرخېل» د شهيد ملا اختر محمد منصور په ځانګړنو وغږید. هغه وويل چې همېش يې مسلمانان يوالي ته هڅول او د کفارو سره د جهاد ترڅنګ يې سولې ته هم لار پرانيستې وه.
د سمينار په دوام کې د بلخ پوهنتون شرعياتو پوهنځي استاد مولوي پوهنيار سید محمود «مقصودي» د ملا اختر محمد منصور د ژوند بېلابېلو اړخونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې نوموړي د خپل ژوند ډېره برخه د اسلامي ارزښتونو د دفاع او مبارزې په لاره کې تېره کړې ده. هغه زیاته کړه چې د نوموړي سیاسي او جهادي فعالیتونه د افغانستان د معاصر تاریخ مهم فصلونه جوړوي.
ښاغلي مقصودي د خپلو خبرو پر مهال د ملا اختر محمد منصور د شخصیت، رهبرۍ، فکري لیدلوري او د اسلام لپاره د ترسره شویو هڅو او قربانیو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او محصلان یې د اسلامي شخصیتونو د ژوند د مطالعې او څېړنې ارزښت ته متوجه کړل.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيمينار د بلخ پوهنتون شپاړس ګونو پوهنځيو محصلانو ته د بلخ پوهنتون خدمتونو او انسجام چارو آمريت په نوښت جوړ شوی و.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۲ دوشنبې ورځ
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت
