د بلخ پوهنتون رئيس دژبو او ادبیاتو پوهنځي استاذانو سره دَ پېژندګلوۍ ناسته
چهارشنبه د 1445 /5/7,ه ق د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شریف ابوعاصم عثماني چې د شرعياتو پوهنځي رئیس ښاغلي مفتي شفيق الله مظهري يې ملتيا کوله دَ ژبو او ادبياتو پوهنځي له استادانو سره پېژندګلوۍ په مناسبت ناسته ترسره کړه ناسته د معمول سره سم دَ قرآنکریم په څو مبارکو ایاتونو سره پيل شوه.
لومړى دژبو او ادبياتو پوهنځي رئیس ښاغلي فيض الله ذکي په پيليزو خبرو کې دَ ښه راغلاست ترڅنګ دياد پوهنځي تاريخڅې ته لنډه کتنه وکړه هغه د ياد پوهنځي بنسټ دپوهنتون دَ جوړښت سره سم ياد کړ چې اوسمهال 6 ديپارتمنتونه په شپږو ژبو کې وولس ته خدمات وړاندې کوي. او يو لړ ستونزې يې دَ رئیس صاحب سره شريکې کړې.
ورپسې دبلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شریف ابوعاصم عثماني په خپلو لارښوونيزو خبرو کې دَ علم اللسان په اهميت او په ځانګړي ډول دَ عربي ژبې په اړه هراړخيزه خبرې وکړې او له استادانو يي غوښتنه وکړه چې دَ دين، هېواد او ولس په خدمت کې خپله ژمنتیا په عملي انځور کې څرګنده کړي. تر څو دنيوي او اخروي چارو کې برياليتوب تر لاسه کړي .
له هغه وروسته دياد پوهنځي استادانو په استازولۍ دَ ديپارتمنت آمرينو خپلې ستونزې له ښاغلي رئیس صاحب سره شريکې او دَ ا.ا.ا. د پاليسۍ سره خپله ژمنتيا څرګنده کړه. چې درهبرۍ له خوا ورسره دمرستې ډاډ ورکړل شو.
ناسته په دعاﺀ کولو سره پاى ته ورسېده.
.دبلخ پوهنتون عامه پوهاوي او اړيکو آمریت