د بلخ پوهنتون رئيس دژبو او ادبیاتو پوهنځي استاذانو سره دَ پېژندګلوۍ ناسته

ba-edris
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۲:۳۸
خبر

 چهارشنبه د 1445 /5/7,ه ق د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شریف ابوعاصم عثماني چې د شرعياتو پوهنځي رئیس  ښاغلي مفتي شفيق الله مظهري يې ملتيا کوله دَ ژبو او ادبياتو پوهنځي له استادانو سره پېژندګلوۍ په مناسبت ناسته  ترسره کړه ناسته د معمول سره سم دَ قرآنکریم په څو مبارکو ایاتونو سره پيل شوه. 
لومړى دژبو او ادبياتو پوهنځي رئیس ښاغلي فيض الله ذکي په پيليزو خبرو کې دَ ښه راغلاست ترڅنګ دياد پوهنځي تاريخڅې ته لنډه کتنه وکړه هغه د ياد پوهنځي بنسټ دپوهنتون دَ جوړښت سره سم ياد کړ چې اوسمهال 6 ديپارتمنتونه په شپږو ژبو کې وولس ته خدمات وړاندې کوي. او يو لړ ستونزې يې دَ رئیس صاحب سره شريکې کړې. 
ورپسې دبلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شریف ابوعاصم عثماني په خپلو لارښوونيزو خبرو کې دَ علم اللسان په اهميت او په ځانګړي ډول دَ عربي ژبې په اړه هراړخيزه خبرې وکړې او له استادانو يي غوښتنه وکړه چې  دَ دين، هېواد او ولس په خدمت کې خپله ژمنتیا په عملي انځور کې څرګنده کړي. تر څو دنيوي او اخروي چارو کې برياليتوب تر لاسه کړي .
 له هغه وروسته دياد پوهنځي استادانو په استازولۍ دَ ديپارتمنت آمرينو خپلې ستونزې له ښاغلي رئیس صاحب سره شريکې او دَ ا.ا.ا. د پاليسۍ سره خپله ژمنتيا څرګنده کړه. چې درهبرۍ له خوا ورسره دمرستې ډاډ ورکړل شو. 
ناسته په دعاﺀ کولو سره پاى ته ورسېده.

.دبلخ پوهنتون عامه پوهاوي او اړيکو آمریت

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۸
Background image

جلسه ماهانه کمیته نشرات برگزار شد.

روز سه شنبه مورخ ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ هـ.ش جلسه نوبتی اعضای کمیته نشرات پوهنتون بلخ در معاونیت تحقیقات و مجله علمی، تحت نظر آمر مجله علمی با تلاوت چند از آیات کلام الله مجید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۶
Background image

پروژه‌های دیپلوم محصلان دیپارتمنت ساختمان‌های هایدروتخنیکیِ پوهنځی انجنیری پوهنتون بلخ برگزار شد.

روز سه‌شنبه ۲۳ رجب المرجب محفل دفاع پروژه‌های دیپلوم محصلان دیپارتمنت ساختمان‌های هایدروتخنیکیِ پوهنځی انجنیری پوهنتون بلخ، تحت نظارت کمیسیون اخذ دفاع پروژه‌های دیپلوم، مطابق طرزالعمل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۱
Background image

وبینار علمی ـ تخصصی:

«بررسی حقوقی دستگیری و محاکمه نیکولاس مادورو، رئیس‌جمهور ونزویلا، توسط ایالات متحده آمریکا»، روز دوشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۴، رأس ساعت ۷:۳۰ شب، به ابتکار کمیته فرهنگی پوهنځی حقوق و علوم سیاسی. . .

BACK TO NEWS