په بلخ پوهنتون کې د کادري ازموينې پيل!

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۴:۱۵
خبر

نن یکشنبه د ١٤٤٦/٧/٤ ه ق بلخ پوهنتون کې د ټاکلې نېټې سره سم، د شمال زون په کچه د شپږو ولایتونو پوهنتونونو څخه په ٣٩ مختلفو څانګو کې د ٤٦ خالي کادري بستونو لپاره ( ٣٤٩ ) نوماندانو فورمې ډکې کړې وې چې د ورکړل شوي شمیر څخه يې (٢٨٤) په شرایطو برابر پېژندل شوي وو چې د ژبې په برخه کې ازموينه ورڅخه واخيستل شوه،
د يادې آزموينې په پيل کې دبلخ پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل حیات الله حقجو د آزموینې په  طرزالعمل لنډې خبرې وکړې او نوماندانو ته یې د روڼتیا ډاډ ورکړ.
ورپسې دآزموینې روڼتيا یقیني کولولپاره د پوښتنو پرچې د نوماندانو په  وړاندې له مهر ولاک شوو کارتنونو څخه را بهر کړل شوې او دپرچو د وېش لړۍ يې پیل شوه او دڅو ساعتونو ځنډ وروسته د بلخ پوهنتون د رهبرئ تر څار لاندې پای ته ورسېده. 
دیادې ازموینې بریالي نوماندان به د سه شنبې په ورځ اختصاصي  آزموينه کې ګډون کوي.
بلخ پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۲:۲۲
Background image

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د (قلم)په نوم جريده خپره کړه!

دوشنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثانی مياشتې په ۲۰مه د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د (قلم) په نوم جريده خپره کړه.
د دغه جريدې د لګولو په مراسمو کې د دغه پوهنځي استادانو، اداري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند آمرينو او اداري کارکوونکو سره اداري ناسته وکړه!

سې شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثاني مياشتې په ۱۴مه، په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند آمرينو او اداري کارکوونکو سره د اداري  چارو، په روڼتيا او چټکتيا په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۱:۶
Background image

بلخ پوهنتون علمي مرستيال د يوشمير پوهنځيو څخه ليدنه وکړه.

يکشنبه د ١٤٤٧ ه ق کال  صفرالمظفر د میاشتې٢٢مه د بلخ پوهنتون علمي مرستيال الحاج حافظ پوهنمل محب الله هدایت د کانونو او چاپېريال انجنيرۍ، ژورنالیزم، اداره او عامه پاليسۍ،وترنری علومو، او. . .

BACK TO NEWS