په بلخ پوهنتون کې د پروپوزال ليکنې ورکشاپ ترسره شو

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۲۰
خبر

د  ۱۴۴۷ هـ.ق، صفر مياشتې نهمه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش د اسد مياشتې ۱۲ نيټې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت او د مسلکي پرمختیا مرکز (PDC) په ګډه همکارۍ، د پوهنتون استادانو لپاره یو تخصصي ورکشاپ د " څېړنيز پروپوزال لیکنه" تر عنوان لاندې داير شو.
ورکشاپ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون، ښاغلي ډاکټر حمیدالله عمرخېل، د څېړنو ارزښت، علمي پرمختګ او د استادانو علمي- څېړنيزو مسؤلیتونو باندې تفصیلي خبرې وکړې. نوموړي د استادانو د څېړنیز فعالیت د هڅونې او تشویق په موخه مهم انګېزشي ټکي وړاندې کړل او د څېړنې د بنسټیز رول یادونه یې وکړه.
ورپسې، د اجندا مطابق، ښاغلي پوهنيار ديپلوم انجنير وزیر احمد فوشنجي د ورکشاپ اصلي علمي پرزنټېشن وړاندې کړ. نوموړي د څېړنو پروپوزال لیکنې اړوند عمده موضوعات، لکه د عنوان انتخاب، سریزه، څېړنيزې موخې، او پوښتنې، د څېړنې شالید، منابعو راټولونه، او د جوړښت اړوند نور تخنیکي اړخونه په تفصیل سره تشریح کړل.
له هغه وروسته، د څېړنو آمر محترم، ډاکټر اسحاق رحیمي، د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو لارښود پر بنسټ د څېړنیز پروپوزال معیارونه، بڼې او اړینې برخې روښانه کړې او ګډونوالو ته يې لازمي وضاحتونه وړاندې کړل.
د ورکشاپ په پای کې استادانو ته  ستاینلیکونه وويشل او دا علمي غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۱:۶
Background image

بلخ پوهنتون علمي مرستيال د يوشمير پوهنځيو څخه ليدنه وکړه.

يکشنبه د ١٤٤٧ ه ق کال  صفرالمظفر د میاشتې٢٢مه د بلخ پوهنتون علمي مرستيال الحاج حافظ پوهنمل محب الله هدایت د کانونو او چاپېريال انجنيرۍ، ژورنالیزم، اداره او عامه پاليسۍ،وترنری علومو، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۸:۵۶
Background image

د بلخ پوهنتون نوي علمي چارو مرستيال د همدغه پوهنتون يو شمېر، پوهنځيو او ادارو څخه ليدنه وکړه!

شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د صفر المظفر مياشتې په ۲۲مه د بلخ علمي چارو مرستيال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدايت» د بلخ پوهنتون اقتصاد، زراعت او ساينس پوهنځيو څخه ليدنه وکړه، په دغه ليدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار پوهنتون اداري چارو کارکونکو د يو علمي سفر په ترڅ کې د بلخ پوهنتون اداري کارکوونکو سره د تجربو شريکولو په موخه لېدنه وکړه.

دغه علمي سير چې د کندهار پوهنتون د اداري چارو اړوند، آمرينو او مديرانو په کې ګډون درلود، د پنج شنبې په ورځ بلخ پوهنتون ته راورسېد او د بلخ پوهنتون د چاپېريال سره يې ځان بلد کړ.

د جمعې. . .

BACK TO NEWS