د معادن انجينري او د ژوند چاپيريال پوهنځي

د معادن انجينري او د ژوند چاپيريال پوهنځي تاريخچه

د بلخ پوهنتون د معادن انجينري او ژوند چاپيريال پوهنځی په ۱۳۹۲ لمريز کال د بلخ پوهنتون د رهبري هيئت د پراختيايي پروګرامونو او پاليسۍ ته په کتو او د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو د سکتور د پراختيا، په هېواد کې د ملي او علمي کادرونو د روزلو په غرض د ۱۷۵/۲۳۸ شمېره حکم پر اساس په ۱۴/۸/۱۳۹۲ نېټه د بلخ پوهنتون په چوکاټ کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا رسماً تاسيس شو او سمدستي له ۳/۱/۱۳۹۳ نېټې څخه يې په فعاليت پیل وکړ.

دغه پوهنځی د خپل لومړني موسس او رئيس ښاغلي پوهندوی غلام فاروق خپلواک او لومړنيو استادانو هر يو پوهندوی غلام ابوبکر شريفي، پوهندوی غبدالغني عادل، پوهنيار غلام صديق نيازی، مرحوم پوهندوی استاد صبيرالله، پوهنيار عبدالخليل خليل، پوهنیار احمد فرين ثابتي او پوهنيار شيرمحمد رسا په واسطه خپل فعاليت پيل کړ.

د معادن انجينري او ژوند چاپيريال پوهنځی د جوړېدو له پيله درې فارغ ورکوونکي ډيپارټمنټونه لري، چې په لاندې ډول دي:

۱- د معدن انجينرۍ ډيپارټمنټ

۲- د پطروليم انجينرۍ ډيپارټمنټ

۳- د ژوند چاپيريال او اوبو انجينرۍ ډيپارټمنټ

اوسمهال د معادن او ژوند چاپیريال انجينرۍ پوهنځی د ۱۰۲۰ تنو په شمېر کې محصلان لري، چې ۷۵ په سلو کې يې هلکان او ۲۵ په سلو کې يې نجونې جوړوي او په خپلو زده کړو بوخت دي.

د دغه پوهنځي تحصيلي سېستم د يو معياري او نړيوال کرېډېټ سېستم پر اساس جوړ شوی او د لوړو زده کړو وزارت د منل شوي درسي کرېکولم مطابق پر مخ ځي، چې له ۱۳۶ څخه تر ۱۴۶ کرېډېټونو پورې يې د لېسانس په دوره کې وړاندې کړي.

د معادن انجينري او ژوند چاپيريال پوهنځي د رهبرۍ چارې د دې پوهنځي د رئيس، د پوهنځي مرستيال، د ډيپارټمنټونو امرانو او د تدريسي عمومي مديريت له خوا پر مخ وړل کېږي.

ددې پوهنځي درسونه د ۱۷ استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي، چې د دکتورا، ماسټر او لېسانس په سطحه د تحصيلي درجو درلودونکي دي.