په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال مياشتنۍ نوبتي ناسته!

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۱:۳۰
خبر

يکشنبه د روان ۱۴۰۳لمريز کال د سلواغې مياشتې په ويشتمه په بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي نجيب الله «کروخي» د خپل اداري پرسونل سره مياشتنۍ ناسته وکړه.
ذکر شوې ناسته چې د ښاغلي کروخي په خپل کاري دفتر کې پلان شوې وه، پيل د قران عظيم الشان په مبارکو ایتونو سره وشو.

د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي نجيب الله «کروخي» د غونډې د ګډونوالو هر کلی وکړ او د هر کلی سره سم يې د داخلي اروزنې په موخه خپل پرسونل ته خبر ورکړ، چې د راتلونکې اونۍ دوشنبې په ورځ به د داخلي پلټنې کمېټې له لوري عمومي اروزنه وشي، تر څو د تضمین کیفیت شرایطو ته په کتو چارې پر مخ لاړې شي .
وروسته بیا د ياد معاونیت اړوند آمرینو خپلې ستونزې له  معاون سره شريکې کړې تر څو د حل په موخه یې اړین اقدامات ترسره شي. 
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۲۶
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د شوال المکرم په ۸مه بلخ پوهنتون او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په یوه رسمي ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۵:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پيام صحت په نامه څېړنيزې علمي مجلې لومړۍ شمېرې دوهم ټوک د چاپ په ګاڼه سمبال شو!

نن چهارشنبه  د ۱۴۴۷ھ ق کال شوال مياشتې په ۷مه نېټه د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال په لارښونه د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت له لوري د ۱۴۰۴ لمريز کال پيام صحت په نامه څېړنيزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

BACK TO NEWS