دبلخ پوهنتون رئیس لیدنه دجمهوري اسلامی ایران اسلامی فرهنگ پخواني رئیس سره

ba-edris
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۱:۳۹
خبر

نن شنبه د1445 /12/5ه ق د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صاحب ضياﺀالحق ضياﺀکريمي په خپل کاري دفتر کې دج. ا. ايران اسلامي فرهنگ پخواني رئیس دکتر مصطفوی د يحيوي سر قونسل په ملتيا له ايراني پلاوي سره دوستانه ليدنه وکړه.
ياده ليدنه کې ښاغلي ضياﺀکريمي بلخ پوهنتون ته د راغلي پلاوي هرکلى او ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو ترمنځ په هر اړخیزه توګه دَ همغږۍ غوښتنه وکړه ترڅو په راتلونکې کې دَ يو والي او ورورګلوۍ په فضا کې چارې په بريا سره سرته ورسيږي او دوستي مو لا پياوړې شي.
همداراز ښاغلي ضياﺀکريمي بلخ پوهنتون د شمال زون په کچه لوى پوهنتون ياد کړ، او د جوړښت په اړه يې اړين توضیحات وړاندې کړل هغه همداراز زیاته کړه چې دچارو لاچټکتيا او ظرفيت لوړولو لپاره هڅې روانې دي تر څو وکولاى شو چې ياد پوهنتون دنړۍ والو پوهنتونونو سره سيال کړو. 
ورپسې د راغلي پلاوي رئیس هم دبلخ پوهنتون رئيس ته په علمي ډګر کې دهر راز مرستې ډاډ ورکړ. 
بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

photo

 

photo

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۹:۵۰
Background image

دلوړو زده کړو سرپرست وزیر دبلخ پوهنتون له مسؤلینو سره لار ښوونيزه ناسته

د دوشنبه 1445 /10/7ه ق کال چي د1402 /2/11 ه ش سره سمون خوري دلوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شيخ الحديث ندامحمد نديم د بلخ پوهنتون علمي معاونيت کنفرانسونو په تالار کې دياد پوهنتون له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۲:۳۸
Background image

د بلخ پوهنتون رئيس دژبو او ادبیاتو پوهنځي استاذانو سره دَ پېژندګلوۍ ناسته

 چهارشنبه د 1445 /5/7,ه ق د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شریف ابوعاصم عثماني چې د شرعياتو پوهنځي رئیس  ښاغلي مفتي شفيق الله مظهري يې ملتيا کوله دَ ژبو او ادبياتو پوهنځي له استادانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۱:۳۶
Background image

دطب پوهنځي څخه ليدنه.

د دوشنبې په ورځ د1445 /1/7,ه ق د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شریف ابوعاصم عثماني چې مالي او اداري مرستیال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي، څېړنيزو چارو مرستیال پوهاند دکتور محمد طاهر. . .

BACK TO NEWS