بلخ او کندهار پوهنتونونو تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو.
بلخ او کندهار پوهنتونونو تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو.
د چنګاښ د مياشتې په 31مه نېټه بلخ پوهنتون د کندهار پوهنتون د رهبرۍ کوربتوب کاوه، د دغه کوربه پالنې ناسته د بلخ پوهنتون د رهبرې د غونډو په تالار کې ترتيب شوې وه، چې پيل يې د بلخ پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس مفتي شفیق الله مظهري لخوا د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.
د غونډې د پیل وینا د بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي وکړه، او په خپل خبرو کې د کندهار پوهنتون څخه د راغلو ميلمنو دروند هر کلی وکړ او دا یې په تاریخ کې بې ساري ګام وباله چې د بلخ پوهنتون د کندهار پوهنتون د رهبرۍ کوربه دی، او په وینا یې چې دا راتګ د ډیرو پرمختګونو، همکاریو او تفاهمنامو لومړنی پل دی.
وروسته د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل حيات الله حقجو په خپلو خبرو کې د بلخ پوهنتون په تاريخچه، تشکیلاتو، علمي برنامو او نورو ډیرو موضوعاتو راغلو ميلمنو ته تفصلي معلومات ورکړل.
له کندهار څخه د راغلی وفد په استازولۍ د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال دکتور ضیاء الرحمن مشک علیزی صاحب له د بلخ پوهنتون مهمانوازي او قدردانۍ څخه مننه او تشکري وکړ او د بلخ پوهنتون رهبرۍ ته یې د کندهار پوهنتون په اړه تفصلي او هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
او د راغلي میلمونو له ډلي څخه د انجینرۍ پوهنځي او حقوقو او سیاسي علمو پوهنځي رئیس صاحبانو هم په خپل وار سره مهمي او ارزشتناکې خبري ګډونوالو ته واورولي.
په اخیر کې د دواړو ملي پوهنتونونو او پوهنځیو تر منځ د همکاري هوکړه ليکونه لاسلیک شوه.
او دا ګډه ناسته بلخ پوهنتون د رئیس په دعا کولو سره پای ته ورسیدله.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.