د بلخ پوهنتون اوکابل پولي تخنیک پوهنتون ترمنځ د دووه اړخيزو مرستو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د بلخ پوهنتون اوکابل پولي تخنیک پوهنتون ترمنځ د دووه اړخيزو مرستو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د پنجشنبه په ورځ د ۱۴۴۶ ه ق کال د محرم الحرام دمياشتي ۱۲مه
دبلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شريف عثماني د کابل پولي تخنيک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئيس ښاغلي انجنير سردار ولي صالحي سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه ليک لاسليک کړ.
د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به دواړه پوهنتونونه و کولای شئ چې ديو بل له علمي ظرفیتونو او اسانتیاوو ګټه پورته کړي، همدا راز د يادو علمي بنسټونو د استادانو او محصلینو ترمنځ به په علمي ډګر کې د پام وړ اسانتياوې رامنځته کړي.
دواړو پوهنتونونو دهوکړه ليک په لاسليک کېدو خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې د عملي کولو په برخه کې به يې خپل ټول توان په کار واچوي .
په اخیر کې ناسته د هوکړه لیک په لاسلیک او دعا کولو سره پای ته و رسیده.
بلخ پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت.