د (مزل) مزل دوه کلن شو!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۱:۲۶
خبر

په همدې اړوند د سه شنبې ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ(سرطان) میاشتې ۱۹مه د (مزل) فرهنګي، هنري او ادبي دېوالي جريدې دویمه کالیزه د پښتو ژبې او ادب ډيپارټمنټ استادانو او محصلانو ونمانځله.

په یاده غونډه کې د بېلابېلو پوهنځیو استادانو او د پښتو ژبې او ادب ډیپارټمنټ محصلانو ګډون درلود. د غونډې پرانيستې وینا لپاره د (مزل) جريدې لارښود استاد پوهنمل عزیزالدین يوسفزي ګډونوالو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ د جريدې د تېر یو کال پر محتوياتو، لاسته راوړنو او دوه‌کلن مزل خبرې وکړې. وروسته د ويناوو په لړۍ کې د بلخ پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي فیض الله ذکي، ورپسې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال پوهاند ډاکتر محمد طاهر طاهر او د بلخ پوهنتون د فوق‌لېسانس برنامو مشر پوهاند ډاکتر محمد صالح راسخ د جريدې د غړو هڅې وستایلې، د دې تر څنګ يې په خپله وينا کې د جريدې اړوند ګټورې څرګندونې او د علم او قلم په ارزښت خبرې وکړې. د ویناوو د لړۍ په پای کې د محصلانو په استازولۍ نعمت الله سرحدي د جريدې مثبتې اغېزې بیان کړې او په دې لار کې يې د دوام هیله وښودله. په پای کې غونډه له دعایې وروسته، د (مزل) د ۱۹مې ګڼې په پرانیستلو(خپرولو) چې محتوا يې دویمې کاليزې ته ځانګړې شوې او د بېلابېلو پوهنځیو استادانو نظرونو ته پکې ځای ورکړل شوی، پای ته ورسېده.

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۲۶
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د شوال المکرم په ۸مه بلخ پوهنتون او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په یوه رسمي ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۵:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پيام صحت په نامه څېړنيزې علمي مجلې لومړۍ شمېرې دوهم ټوک د چاپ په ګاڼه سمبال شو!

نن چهارشنبه  د ۱۴۴۷ھ ق کال شوال مياشتې په ۷مه نېټه د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال په لارښونه د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت له لوري د ۱۴۰۴ لمريز کال پيام صحت په نامه څېړنيزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

BACK TO NEWS