په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونيت لخوا اداري کار کوونکو ته، ( د مديريت اساسات او فورمو لارښود) ترسرليک لاندې دوه ورځنی سمينار پيل شو!

نن چهارشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د صفرې مياشتې په پينځمه په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونيت لخوا د بلخ پوهنتون اداري کار کوونکو ته( د مديريت اساسات او فورمو لارښود) تر سرليک لاندې دوه ورځنی سمينار پيل د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.
د سمينار په پيل کې د بلخ پوهنتون مشرتابه شيخ القران والحديث محمد سيد «هاشمي» د علم په ارزښت، اخلاقو، مطالعه، او عقيدې موضوعاتو باندې خبرې وکړې.
د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» د خپلې وينا په پيل کې د ياد سمينار ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د ښه راغلاست ترڅنګ يې زياته کړه چې دا ډول سمينارونه د ادري کار کوونکو لپاره د کار په زده کړه او مشتريانو ته د چټک خدمت وړاندې کولو لپاره مفيد تمامېدلی شي.
ښاغلي مرستيال د دغه سمينار ګډونوالو ته په خطاب کې وويل چې دندو ته پر وخت راځئ، غفلت مه کوئ، دلته تاسې دې ملت او اسلامي نظام سره تړون کړی دی او د دغه تړون ماتول د ولس او نظام سر لويه جفا ده.
د مشرتابه او مرستيال له څرګندونو سره سم، د دغه سمينار عملي پيل د بلخ پوهنتون ادارې او عامه پاليسۍ پوهنځي استاد ضيا الله عارفي له لوري وشو، چې د ادارې اړوند تازه معلوماتو ته يې د سمينار ګډنوال ځير کړل.
په دغه سمينار کې د بلخ پوهنتون څلورو واړو معاوينيتونو څخه مديرانو او آمرينو ګډون درلود، ياد سمينار به سبا پنجشنبه د تصديق پاڼو په ويش سره پای ته ورسېږي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.