په بلخ پوهنتون کې د نشه‌يي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونو او زیانونو په اړه یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۲
خبر

په بلخ پوهنتون کې د «محصلانو ترمنځ د نشه‌يي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونه او زیانونه» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د بلخ پوهنتون ټولنیزو علومو پوهنځي له لوري، د مسلکي پراختیا آمریت په همغږۍ، د محصلانو د عامه پوهاوي د لوړولو او نشه‌يي توکو، سګرټو او پان د استعمال د رواني لاملونو او زیانونو روښانولو په موخه جوړ شوی و.

د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس، شیخ القرآن والحدیث محمد سید «هاشمي»، ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سالم ژوند، روغتیا ساتنې او له زیانمنو عادتونو څخه د ځان ژغورنې پر ارزښت یې خبرې وکړې.

ورپسې د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد، پوهنمل ډاکټر نظر علي «علیمي»، د سیمینار د موضوع په اړه خپله چمتو کړې څېړنه وړاندې کړه. نوموړي د محصلانو ترمنځ د نشه‌يي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونه او روغتیايي، رواني او ټولنیز زیانونه تشریح کړل او د دې ناوړه عادتونو د مخنیوي پر لارو چارو یې رڼا واچوله.

د سیمینار په پای کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال، الحاج مولوي پوهندوی محب الله «هدایت»، محصلانو ته په خپلو سپارښتنو کې وویل، چې د ناوړه عادتونو له لرونکو کسانو څخه دې ځانونه لرې وساتي او د ملګرتیا لپاره دې نېک، سالم او مثبت فکر لرونکي کسان غوره کړي.

نوموړي همدارنګه د سالمې ملګرتیا، مثبتو ټولنیزو اړیکو او د روغتیا ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او محصلان یې وهڅول، چې خپل وخت د علمي زده‌کړو، سالمو فعالیتونو او د خپل شخصیت د ودې لپاره ولګوي.

نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸/۵/۱۶ ھ ق
۱۴۰۵/۸/۶ ھ ش
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

تورنمنت مسابقه دوش ميان پوهنځی های شانزده گانه پوهنتون بلخ به پایان رسید.

مراسم اختتامیه تورنمنت دوش میان پوهنځی های شانزده گانه پوهنتون بلخ روز شنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۵ ه ش برابر ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۸ ه‍ ق با اشتراک  معاون صاحب مالی و اداری، معاون صاحب محصلان، امر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۷
Background image

اخذ امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر از پرسونل این پوهنتون!

طبق هدایت ریاست محترم دعوت و ارشاد امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر را از تمام استادان و کارکنان این پوهنتون اخذ نمود.
این امتحان درحال گرفته می‌شود که فرمان امر بالمعروف و نهی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۳
Background image

سیمینار اصلاحی پیرامون" تشریح قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر"برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ!

آمریت دعوت وارشاد پوهنتون بلخ جهت تطبیق بهتر قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر و آگاهی محصلین از مطالب این قانون، قانون متذکره‌ را طی سیمینار اصلاحی برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ. . .

BACK TO NEWS