په بلخ پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي مسوولينو د ۱۶ بېلابېلو الکترونیکي پروژو نندارتون جوړ کړ!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۶
خبر

په بلخ پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي مسوولينو له لوري د عصري ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې د جوړو شویو ۱۶ الکترونیکي پروژو نندارتون جوړ شو، چې موخه یې د محصلانو د نوښتونو، عملي وړتیاوو او تخنیکي مهارتونو څرګندول او د ټولنې د اړتیاوو لپاره د علمي او ټکنالوژیکو حللارو وړاندې کول وو.

د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې د بلخ پوهنتون رئیس، شیخ القرآن والحدیث محمد سید «هاشمي» د عصري علومو د زده‌کړې، سالم عقل، فکري ودې او د علمي پرمختګ په برخه کې د ټکنالوژۍ پر ارزښت خبرې وکړې. نوموړي د عصري علومو زده‌کړه د ټولنې د پرمختګ لپاره مهمه وبلله او محصلان یې وهڅول چې خپلې علمي زده‌کړې له عملي نوښتونو سره وتړي.

ورپسې د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال، الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» د محصلانو د نوښتونو او ابتکاراتو د ستاینې ترڅنګ وویل، د خوښۍ ځای دی چې محصلان د ټولنې اړتیاوو ته په پام سره علمي او عملي پروژې جوړوي او د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي. نوموړي زیاته کړه، په تېر نږدې یو نیم کال کې د بلخ پوهنتون په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه او مثبت بدلونونه رامنځته شوي او هڅې روانې دي چې د دغه دردېدلي ولس د پرمختګ او خدمت لپاره لا ډېر کار وشي.

همدارنګه د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال، الحاج مولوي پوهندوی محب الله «هدایت» د عصري ټکنالوژۍ پر اهمیت، د علمي زده‌کړو او عملي مهارتونو پر تړاو او د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د محصلانو پر وړتیاوو خبرې وکړې. نوموړي د ټکنالوژۍ په برخه کې د نوښت او تخصص ترلاسه کول د علمي پرمختګ له مهمو اړتیاوو څخه وبلل.

په دغه نندارتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو خپلې ۱۶ بېلابېلې پروژې د هارډویر، سافټویر، روبوټیک، مصنوعي ځیرکتیا، ډیټابېس او نورو اړوندو برخو کې نندارې ته وړاندې کړې. د یادونې وړ ده چې د دغو پروژو شاوخوا ۵۰ سلنه د بازار د غوښتنې او اړتیاوو پر اساس د کارونې او فعالیت پړاو ته رسېدلې دي، چې دا د محصلانو د عملي وړتیاوو او نوښتونو څرګند ثبوت دی.

د یاد نندارتون په جوړولو، د محصلانو د علمي او تخنیکي نوښتونو په هڅونه او د هغوی د وړتیاوو په غوړېدو کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، انجنیر عبدالسلام احمدزي هڅې د ستاینې وړ دي، چې د محصلانو د عملي زده‌کړو او نوښتونو د پیاوړتیا لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

په پای کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د مسوولینو له لوري د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال او یو شمېر استادانو ته د هغوی د همکاریو، ملاتړ او هڅو د درناوي په موخه ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸/۵/۳۰ ھ ق
۱۴۰۵/۸/۲۰ ھ ش
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

تورنمنت مسابقه دوش ميان پوهنځی های شانزده گانه پوهنتون بلخ به پایان رسید.

مراسم اختتامیه تورنمنت دوش میان پوهنځی های شانزده گانه پوهنتون بلخ روز شنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۵ ه ش برابر ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۸ ه‍ ق با اشتراک  معاون صاحب مالی و اداری، معاون صاحب محصلان، امر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۷
Background image

اخذ امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر از پرسونل این پوهنتون!

طبق هدایت ریاست محترم دعوت و ارشاد امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر را از تمام استادان و کارکنان این پوهنتون اخذ نمود.
این امتحان درحال گرفته می‌شود که فرمان امر بالمعروف و نهی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۳
Background image

سیمینار اصلاحی پیرامون" تشریح قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر"برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ!

آمریت دعوت وارشاد پوهنتون بلخ جهت تطبیق بهتر قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر و آگاهی محصلین از مطالب این قانون، قانون متذکره‌ را طی سیمینار اصلاحی برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ. . .

BACK TO NEWS