د (قلموال) درېيم ټوک هم د چاپ پر ګاڼه سمبال شو!

ba-edris
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۱:۶
خبر

د بلخ پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب ډيپارټمنټ نن پنجشنبه د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ ۲۳مه د څلورم ټولګي د نثري ليکنو د ټولګې کتاب(قلموال) د مخکتنې مېلمه و، چې د یاد ډيپارټمنټ پر استادانو او زده‌کړيالانو سربېره د نورو بېلابېلو ډيپارټمنټونو استادانو هم ګډون کړی و.

غونډه د سهار په یوولسو بجو د پښتو ډيپارټمنټ په امریت کې عارف الله حنیف د قرآن عظيم‌الشان په څو مبارکو ايتونو تلاوت کولو سره پيل کړه، چې د وياندويۍ چارې يې سميع الحق بيدار پر مخ وړلې. د غونډې پرانيسته د قلموال لارښود استاد پوهنمل عزیزالدین يوسفزي وکړه، استاد د قلموال کتاب په ټولو مرحلو د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او پر دې سربېره يې د قلموال پر محتوا هم رڼا واچوله، هغه زياته کړه چې قلموال د زده‌کړيالانو په هنري او ادبي ژبه د دوی د لیکنو، خاطراتو، پېژندګلویو او انځورونو ټولګه ده، چې دوی ورسره د ژوند او په ځانګړي ډول په دې څلور کلن مزل کې مخ شوي دي. ښاغلي استاد د غونډې په اوږدو کې ګډونوالو ته دا هم وویل، چې په دې ټوک کې مو د زده‌کړیالانو د بیوګرافي(پېژندګلوي) برخه ورزیاته کړې، چې په تېرو ټوکونو کې نه ‌وه.

د مخکتنې په بهير کې د پښتو ژبې او ادب ډيپارټمنټ امر پوهنمل حاجي محمد هوډ هم د (قلموال) په درېيم ټوک خوښي څرګنده کړه او د قلموال لارښود استاد يوسفزی يې په دغو فعاليتونو وستايه او مننه يې ترې وکړه. ورپسې د همدې کتاب یو ګډونوال عصمت الله عاصم د خپلو ټولګیوالو په استازولۍ دریځ ته راغی، خوښي يې څرګنده کړه او ویې ویل، چې موږ ټولو ټولګیوالو دې شېبې ته ډېره تلوسه درلوده او له ښه‌مرغه دا دی دغه شېبه له خپلو استادانو او ټولګيوالو سره یو ځای نمانځو.

د غونډې په اوږدو کې د څلورم ټولګي زده‌کړیال نعمت الله سرحدي دريځ ته وغوښتل شو او په خپلو خبرو کې يې د څلورم ټوک(چې دوی به یې برخه‌وال وي) په نوښتونو او چاپ د خپلو ټولګيوالو په استازولۍ همکاري وښوده او ډيپارټمنټ ته يې وعده ورکړه، چې دا لړۍ به ترې نه ټکنۍ کېږي او په ډېر ښه ډول به يې مخته وړي.

په پای کې د غونډې دعایې لپاره د پښتو ډيپارټمنټ مشر استاد پوهندوی غلام نبي کريمي لاسونه لپه کړل، د درېیم ټوک د چاپ د مبارکۍ تر څنګ يې ټولو ته لا ډېرې برياوې وغوښتې او ټولو پرې امین وویل.

د پښتو ډیپارټمنټ فرهنګي کمېټه.

دبلخ پوهنتون اړيکو اوعامه پوهاوي آمریت.

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۷
Background image

اخذ امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر از پرسونل این پوهنتون!

طبق هدایت ریاست محترم دعوت و ارشاد امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر را از تمام استادان و کارکنان این پوهنتون اخذ نمود.
این امتحان درحال گرفته می‌شود که فرمان امر بالمعروف و نهی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۳
Background image

سیمینار اصلاحی پیرامون" تشریح قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر"برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ!

آمریت دعوت وارشاد پوهنتون بلخ جهت تطبیق بهتر قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر و آگاهی محصلین از مطالب این قانون، قانون متذکره‌ را طی سیمینار اصلاحی برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۵
Background image

سیمینار علمی تحت عنوان (روش تهیه پروپوزل برای مونوگراف ) برگزار شد.

برای محصلان سمستر پنجم پوهنځی علوم وترنری سیمینار علمی یک روزه تحت عنوان (روش تهیه  پروپوزل برای مونوگراف برګزار شد

سیمینار متذکره در حضور داشت رئیس پوهنځی و اساتيد توسط پوهندوی حسن. . .

BACK TO NEWS