دامارت پژندنې آزموینې مخکښوبریالیوکسانو دجوایزوویښ
د بلخ پوهنتون کنفرانسونو په عمومی تالار کې د امارت پېژندنې آزموینه چې د بلخ پوهنتون، اطلاعات و کلتور، او استخباراتو په همغږۍ څو ورځې وړاندې تر سره شوه نن دروژې مبارکې په ۲۴مه مخکښو بریاليو کسانو ته د جوايزو وېش په مناسبت پرتمينه غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو سره پيل شوه.
لومړی د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شريف عثماني راغلو مېلمنو او ګډونوالوته د ښه راغلاست تر څنګ د اسلامي نصاب په ارزښت وینا وکړه او یاد نصاب یې د زده کړیالانو په سالمه روزنه کې ارزښتناک وباله
ورپسې دبلخ ولایت داطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی ذبیح الله نورانی ځوانان وهڅول چې ځانونه د رسول الله( ص) په سیرت او صورت او اسلامی کلتور سمبال کړي تر څو دنيوي او اخروی کامیابی ترلاسه کړي هغه همدا راز په اقتصادي ډګر کې د ا.ا.ا لاسته راوړنو یادونه وکړه چې د ځان بساینې په لور اړین ګامونه پورته کړي دي.
وروسته بیا د ديني جامعې علمي مرستیال مفتي محمد اقبال د ځانګړی اسلامي خویونو لاسته راوړلو لپاره عملي او نظري کړنې اړينې وبللې چې داسې ناستې هم د عملي کړنو يوه بېلګه ده.
ورپسې د علماوو شوری' استازي مولوي عصمت الله هم ورته ناستې ګتورې وبللې او له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې د ناستو څخه مثبت تأثر ټولنې ته وړاندې کړي.
ناسته په دعا کولو سره پای ته ورسېدله.
له دعا وروسته ۲۰ کسه مخکښو بریالیو کسانو ته جوایز ووېشل شول.
بلخ پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو آمريت.