د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني کارمندانو او خدمتي کارکونکو سره اصلاحي ناسته وکړه

ba_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
خبر

چهار شنبه سهار مهال د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني او د دې پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال عبدالهادي فضلي په ګډه د ياد پوهنتون په عمومي مسجد کې خپلو ټولو کارمندانو او خدمتي کارکونکو سره د دعوت او ارشاد آمريت په همغږۍ د ورورګلوۍ په فضا کې اصلاحي ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د نوموړي پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال عبدالهادي فضلي غونډې ته په ګڼ شمېر د مامورينو او منسوبينو په راتګ خوښي وښوده او ښه هر کلی يې وکړ، هغه په خپلو خبرو کې د غونډې ګډونوالو ته وويل چې مونږ او تاسې په يو اکاډميک ماحول کې يوو؛ نو ضرور ده، چې ځان کې د اطاعت ماده پيدا کړو او په نبوي منهج خپلولو سره دنیوي او اخروي بريا تر لاسه کړو.

ور پسې دبلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني دريځ ته تشريف راوړ او په ډېر هيله بښونکي انداز يې د کارمندانو ښه راغلاست وکړ، ښاغلی عثماني هم د مامورينو او منسوبينو په سيرت او صورت وغږېد او ويې ويل: دا شرعي نظام دی، مونږ او تاسې بايد ټول ځانونه په  نبوي سيرت برابر کړو او د هغه لکونو ش هي دانو، يتيمانو، تور سرو کونډو، او د قربانيو ور کوونکو اشخاصو د وينو سره لوبې ونه کړو، هغوی د همدې نظام د راتګ لپاره ځانونه قرباني کړل هغه قربانيو ته بايد په درانده نظر وکتل شي.

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

نېټه:۱۴۴۵/۱۲/۲۶ ه ق

 

photo

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۳
Background image

سلسله نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید پوهنځی ها!

به اساس پلان عملیاتی تأییدشده معاونیت امور علمی و آمریت ارتقای کیفیت مبنی بر بررسی و نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید، هیأتی متشکل از محترم الحاج حافظ پوهنمل مولوی محب‌الله هدایت، معاون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۲
Background image

نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید پوهنځی های ساینس، علوم اجتماعی و اداره و پالیسی عامه.

به اساس پلان عملیاتی تأییدشده معاونیت امور علمی و آمریت ارتقای کیفیت مبنی بر بررسی و نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید، هیأتی متشکل از محترم الحاج حافظ پوهنمل مولوی محب‌الله هدایت، معاون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

بر اساس پلان مرکز انکشاف مسلکی ورکشاپ سیستم هیمس HEMIS برگزار شد.

روزسه شنبه ۱۱ذوالقعده سال ۱۴۴۷ه‍ ق ورکشاپ سیستم هیمس HEMIS بر اساس پلان مرکز انکشاف مسلکی معاونیت امور علمی و  معاونیت امور محصلان برای مدیران تدریسی و اجرایه پوهنځی های شانزده گانه. . .

BACK TO NEWS