په بلخ پوهنتون کې يو شمېر اداري او خدمتي کارکوونکي د دعوت ارشاد آمريت له لوري په ستاينليکونو ونازول شول.

ba_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۹:۴۰
خبر

دچهارشنبه د ليندۍ مياشتې په يوشتمه په بلخ پوهنتون کې د دعوت ارشاد آمريت له لوري د فقهي او عقيدتي درسونو د لړۍ په دوام کې، د بلخ پوهنتون يو شمېر اداري او خدمتي کارکوونکي په ستاينليکونو او ډاليو ونازول شول.

 

د ستاينليکونو د ورکړې په مناسبت د بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال اړوند آمريت، د معلوماتي ټکنالوژۍ تالار کې غونډه ترتيب شوې وه، چې د ياد پوهنتون د بېلابېلو شعباتو څخه پکې آمرينو، کارمندانو او خدمتي کارکوونکو کډون کړی وو. ياده غونډه د معمول په شان د قران کريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

 

د بلخ پوهنتون د کرنې پوهنځي رئيس مولوي عبدالحکيم «صالحي» په خپله وينا کې د غونډې د ګډنوالو ښه هر کلی وکړ او د قران عظيم الشان په يوې مبارکې ټوټې ژباړې سره يې وويل:«چې پوهه خلک د ناپوهه خلکو سره هيڅ نه دي برابر»

 

د بلخ پوهنتون رئيس دفتر آمر امان الله «جابر»د دعوت ارشاد آمريت کړنې وستايلې او د غونډې ګډونوالو ته يې وويل چې آمر بالمعروف او نهي عن النمنکر د هر مسلمان دنده ده.

 

د غونډې په پای کې د لسګونو اداري کارونکو له ډلې عبدالمتين لومړی، رفيع الله خان دويم او حاجي همايون خان درېيم مقام وګاټه بلخوا په خدمتي کارکوونکو کې ضياء الله لومړی، حاجي عمر دويم او عزيز الله خان بيا درېيم مقام وګاټه.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

خبر

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۳
Background image

سلسله نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید پوهنځی ها!

به اساس پلان عملیاتی تأییدشده معاونیت امور علمی و آمریت ارتقای کیفیت مبنی بر بررسی و نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید، هیأتی متشکل از محترم الحاج حافظ پوهنمل مولوی محب‌الله هدایت، معاون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۲
Background image

نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید پوهنځی های ساینس، علوم اجتماعی و اداره و پالیسی عامه.

به اساس پلان عملیاتی تأییدشده معاونیت امور علمی و آمریت ارتقای کیفیت مبنی بر بررسی و نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید، هیأتی متشکل از محترم الحاج حافظ پوهنمل مولوی محب‌الله هدایت، معاون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

بر اساس پلان مرکز انکشاف مسلکی ورکشاپ سیستم هیمس HEMIS برگزار شد.

روزسه شنبه ۱۱ذوالقعده سال ۱۴۴۷ه‍ ق ورکشاپ سیستم هیمس HEMIS بر اساس پلان مرکز انکشاف مسلکی معاونیت امور علمی و  معاونیت امور محصلان برای مدیران تدریسی و اجرایه پوهنځی های شانزده گانه. . .

BACK TO NEWS