بلخ ولايت د روضې په جامع جومات کې د جهادي او خصوصي ديني مدرسو د عالیې او عالمیې دورو  ازموينې درېيمه ورځ هم پای ته ورسېده.

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۹:۴۳
خبر

د دوشنبه په ورځ د رجب المرجب ١٢ د آزموینې درېيمه ورځ د جامعاتو او تخصصاتو اړوند د امام ابو یوسف(رحمه الله) دیني  جامعې او د بلخ پوهنتون په ګډې همکارۍ د ازموینې صحنې د بلخ ولايت مبارکې روضې په جامع جومات کې په منظم ډول ترتیب او تنظیم شوې وې.

 

ازموینه د مرکز څخه د راغلي پلاوي، غړو، د ولایت مقام استازو، د بلخ پوهنتون رهبرۍ، امام ابو یوسف رحمه الله دیني جامعې مسوولینو او د ښو څارونکو د کنترول او څارنې لاندې په ټاکلي وخت د سهار په ۹ بجو پیل او د ماسپښین تر ۱ بجې یې دوام وکړ.

 

د یادونې وړ ده، چې په دغه ازموينه کې د بلخ ولایت غټو او وړو ټولو مدرسو څخه ۱۲۳۳ تنو نومليکنه کړې وه، چې له شمېرې څخه يې پکې ۸۲۸ تنو ګډون وکړ، چې ۳۳۲ يې د عاليې او ۴۹۶ تنه پکې د عالميې دورې شتون درلود، د جهادي او خصوصي دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو روانې ازموینې تر راتلونکې پنجشنبې ورځې پورې دوام کوي.

 

د بلخ پوهنتون اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۷
Background image

اخذ امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر از پرسونل این پوهنتون!

طبق هدایت ریاست محترم دعوت و ارشاد امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر را از تمام استادان و کارکنان این پوهنتون اخذ نمود.
این امتحان درحال گرفته می‌شود که فرمان امر بالمعروف و نهی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۳
Background image

سیمینار اصلاحی پیرامون" تشریح قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر"برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ!

آمریت دعوت وارشاد پوهنتون بلخ جهت تطبیق بهتر قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر و آگاهی محصلین از مطالب این قانون، قانون متذکره‌ را طی سیمینار اصلاحی برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۵
Background image

سیمینار علمی تحت عنوان (روش تهیه پروپوزل برای مونوگراف ) برگزار شد.

برای محصلان سمستر پنجم پوهنځی علوم وترنری سیمینار علمی یک روزه تحت عنوان (روش تهیه  پروپوزل برای مونوگراف برګزار شد

سیمینار متذکره در حضور داشت رئیس پوهنځی و اساتيد توسط پوهندوی حسن. . .

BACK TO NEWS