په بلخ ولايت کې د بلخ ولایت فرهنګي ارزښت، اسلامي معمارۍ او ګرځندویي جاذبو د معرفي کېدو په اړه علمي کنفرانس تر سره شو

ba_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۳۵
خبر

دغه علمي کنفرانس د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست غؤښتنه د بلخ پوهنتون په همکارۍ د یاد پوهنتون استاد پوهنيار وزير شريف فوشنجي لخوا تر سره شو، چې د بلخ ولایت په تاریخي، فرهنګي او جيوپوليتيک ارزښت، د اسلامي معمارۍ پر ځانګړتیا او ښکلاوو او د بلخ په ګرځندویي جاذبو هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

 

په پیل کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر عطامحمد ساهو د بلخ ولايت پر تاریخي ارزښت، لرغونتيا او فرهنګي ځانګړتیاوو خبرې وکړې او د بلخ ولایت خلګو او ځوانانو ته یې د دغه راز علمي کنفرانسونو دایرول اړین او ضروري ؤبلل او د بلخ پوهنتون له مشرتابه او مؤظف استاذ له هڅو او زیار څخه مننه وکړه.

 

همدا رنګه ښاغلي ساهو وویل، چې د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، تر څو د خپل اسلامي فرهنګ، ملي ارزښتونو او تاریخي واقعاتو څخه خپلو خلکو ته علمي او معلوماتي سیمینارونه او کنفرانسونه جوړ او ترتیب کړي، ښاغلي ساهو زیاته کړه، چې موږ به په راتلونکي کې د رسنیو مسئولینو او خبریالانو ته هم په دې مورد کې علمي کنفرانس دایر کړو، تر څو رسنۍ په توګه زموږ د هېواد توريستي جاذبې په غوره توګه نړۍوالو ته ؤر ؤپېژني.

 

په پای کې ښاغلي ساهو د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په استازۍ ژمنه ؤکړه، چې موږ به په هره برخه کې د ځوانانو د اذهانو د تنویر لپاره علمي او فکري سیمینارونه او برنامې تنظیم کړو.

 

ور پسې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر آمر ذبیح الله آریایي، د بلخ د تاريخي ارزښت په اړه خپله لیکل شوې مقاله ؤلؤسته او د خپل هېواد د اصیل فرهنګ د ساتني او ترویج په هکله یې د لا نورو علمي کنفرانسونو ژمنه ؤکړه.

 

وروسته بیا د بلخ پوهنتون استاد پوهنيار وزير شريف فوشنجي خپل ترتیب شوي سیمینار او علمي کنفرانس پیل کړ او د بلخ ولایت تاریخي، فرهنګي، توريستي جغرافیایي، اسلامي ارزښتونو او نورو برخو کې علني بحث وکړ او تر څنګ يې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له هر اړخيزو همکاريو څخه مننه وکړه او ویې وويل " بلخ ولايت د تاريخي آبداتو په ځانګړي ډول د اسلامي معمارۍ په برخه کې د سيمې په کچه يو بډايه ولايت دی او دغه ډول کنفرانسونه کولی شي، ترڅو دغه شته آبدات او لرغونې سیمي او فرهنګي جاذبې خپلو هیوادوالو او نړۍوالو ته ورؤپېژني.

 

نږموړي ډاډ ورکړ چې وروسته تر دې به هم هلې ځلې ؤکړي، چې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست سره په همغږۍ ورته کنفرانسونه ترسره کړي.

همدارنګه د دغه علمي کنفرانس ګډونوالو هم د دغه کنفرانس له تدویر خوښي ؤښوده او زياته یې کړه، چې ډول علمي کنفرانسونه د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو د پاملرنې او جذبولو په برخه کې مهم ګام شمېرل کېږي.

 

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ ـ ۱۴۴۵/۷/۱۱

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۳
Background image

سلسله نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید پوهنځی ها!

به اساس پلان عملیاتی تأییدشده معاونیت امور علمی و آمریت ارتقای کیفیت مبنی بر بررسی و نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید، هیأتی متشکل از محترم الحاج حافظ پوهنمل مولوی محب‌الله هدایت، معاون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۲
Background image

نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید پوهنځی های ساینس، علوم اجتماعی و اداره و پالیسی عامه.

به اساس پلان عملیاتی تأییدشده معاونیت امور علمی و آمریت ارتقای کیفیت مبنی بر بررسی و نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید، هیأتی متشکل از محترم الحاج حافظ پوهنمل مولوی محب‌الله هدایت، معاون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

بر اساس پلان مرکز انکشاف مسلکی ورکشاپ سیستم هیمس HEMIS برگزار شد.

روزسه شنبه ۱۱ذوالقعده سال ۱۴۴۷ه‍ ق ورکشاپ سیستم هیمس HEMIS بر اساس پلان مرکز انکشاف مسلکی معاونیت امور علمی و  معاونیت امور محصلان برای مدیران تدریسی و اجرایه پوهنځی های شانزده گانه. . .

BACK TO NEWS