په بلخ پوهنتون کې د سمسورتيا کميټې ناسته ترسره شوه!

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۱:۲۰
خبر

نن سه شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د صفر المظفر مياشتې په ۱۱مه د بلخ پوهنتون د سمسورتيا کمټې ناسته د اداري او مالي چارو مرستيال تر سرپرستۍ لاندې د قرآنکریم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.

په دغه ناسته کې د مالي او اداري چارو مرستیال سربیره د زراعت پوهنځي رئيس، د تهيه، خدمتونو او تدارکاتو چارو آمر او یو شمېر نورو غړو شتون درلود، د بلخ پوهنتون لپاره د شنه چاپیریال برابرولو په اړه نظریات سره تبادله کړل؛ تر څو وکولای شي چې په نږدې راتلونکي کې آرامه فضا او زرغون چاپیریال تنظيم کړي.

 

بايد وويل شي، چې د بلخ پوهنتون سمسورتیا او زرغونتيا په برخه کې د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي مولوي بخت محمد «مومن یار» هڅې د ستایلو دي، چې په دوامداره توګه زيار کاږي؛ ترڅو د بلخ پوهنتون بڼه بدله او د محصلانو لپاره د مطالعې زرغونه او ګلورینه فضا برابره کړي.

ښاغلي مرستيال دغه راز د پوهنتون د لا ښې زرغونتيا او پاکې فضا برابرولو په موخه د بلخ ولايت ځينو شخصي او دولتي شرکتونو سره هم خبرې کړي دي، تر څو د بلخ پوهنتون په سمسورتیا او زرغونتيا کې ور سره ونډه واخلي.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۵
Background image

سیمینار علمی تحت عنوان (روش تهیه پروپوزل برای مونوگراف ) برگزار شد.

برای محصلان سمستر پنجم پوهنځی علوم وترنری سیمینار علمی یک روزه تحت عنوان (روش تهیه  پروپوزل برای مونوگراف برګزار شد

سیمینار متذکره در حضور داشت رئیس پوهنځی و اساتيد توسط پوهندوی حسن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۸
Background image

سمینار سه‌روزهٔ کمک‌های اولیه صحی برای کارمندان اداری پوهنتون بلخ به پایان رسید.

سمینار سه‌روزهٔ آموزشی «کمک‌های اولیه صحی» برای کارمندان اداری پوهنتون بلخ، با هدف ارتقای سطح علمی و افزایش توانایی‌های مسلکی کارمندان در زمینهٔ ارائهٔ کمک‌های اولیه صحی، به پایان رسید.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۷
Background image

برگزاری مسابقه کتابخانه میان محصلین پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون بلخ.

مسابقه کتابخانه میان محصلین پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون بلخ، با حضور رئیس، اساتید و محصلین پوهنځی برگزار گردید.

این مسابقه ‌که با هدف ترویج فرهنگ مطالعه، تشویق محصلین به کتاب. . .

BACK TO NEWS