په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د اداري کارکوونکو سره د کارونو په روڼتيا او چټکتيا اداري ناسته وشوه!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴۳
خبر

نن چهارشنبه د ۱۴۴۷ھ ق د جمادی الثانی مياشتې په ۱۲ مه، په بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د اداري کارکوونکو سره د کارونو په روڼتيا او چټکتيا اداري ناسته وشوه، د يادې ناستې پيل د قران عظيم الشان په تلاوت سره وشو.

د ناستې په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار»  په خپله وينا کې وويل چې د بلخ پوهنتون ډېر علمي او کادري شخصيتونه لري او د خوښۍ ځای دی چې ښه په اخلاص د وطن خدمت کوي.
ښاغلي مرستيال په خپلو خبرو کې د يوې ادارې لپاره  هماهنګي ډېره مهمه وګڼله او ويې ويل چې په کومه اداره کې هماهنګي نه وي له پرمختګ وروسته پاتې کېږي.

دغه راز ښاغلي مرستيال د ناستې ټولو ګډونوالو څخه هيله وکړه چې د يو بل سره همکاره پاتې شئ، انسان نيمګړی دی، د نه پوهېدو په صورت کې پوښتنه وکړئ، پوښتنه عيب نه، بلکې ناپوهه پاتې کېدل عيب دی، انتقاد ومنئ، او د اصلاح لپاره يې جدي کار وکړئ.

د يادونې ده چې په دغه اداري ناسته کې د مالي او اداري چارو اړوند د تدارکاتو، مالي او حسابي، کار کوونکو، معلوماتي ټکنالوژۍ او د اړيکو او عامه پوهاوي آمرينو او مدير صاحبانو کډون درلود.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۵
Background image

سیمینار علمی تحت عنوان (روش تهیه پروپوزل برای مونوگراف ) برگزار شد.

برای محصلان سمستر پنجم پوهنځی علوم وترنری سیمینار علمی یک روزه تحت عنوان (روش تهیه  پروپوزل برای مونوگراف برګزار شد

سیمینار متذکره در حضور داشت رئیس پوهنځی و اساتيد توسط پوهندوی حسن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۸
Background image

سمینار سه‌روزهٔ کمک‌های اولیه صحی برای کارمندان اداری پوهنتون بلخ به پایان رسید.

سمینار سه‌روزهٔ آموزشی «کمک‌های اولیه صحی» برای کارمندان اداری پوهنتون بلخ، با هدف ارتقای سطح علمی و افزایش توانایی‌های مسلکی کارمندان در زمینهٔ ارائهٔ کمک‌های اولیه صحی، به پایان رسید.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۷
Background image

برگزاری مسابقه کتابخانه میان محصلین پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون بلخ.

مسابقه کتابخانه میان محصلین پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون بلخ، با حضور رئیس، اساتید و محصلین پوهنځی برگزار گردید.

این مسابقه ‌که با هدف ترویج فرهنگ مطالعه، تشویق محصلین به کتاب. . .

BACK TO NEWS