د اداري چارو مرستیال په مشرۍ اداري ناسته.

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۱۴
خبر

شنبه ورځ د وږي د مياشتې په 24 مه د بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د خپل پرسونل سره اداري مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه، ياده ناسته د بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمر سميع الله بلخي لخوا د قران عظيم الشان په خوږ کلام پيل شوه.

د بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په خپله پيلزه وينا کې د ټولو آمرينو صاحبانو او مدير صاحبانو له ښه کار څخه رضايت وښود او پخپلو خبرو کې يې ټولو ګډونوالو ته په خطاب کې وويل چې:« تاسې په يو اکاډميک چاپيريال کې دنده ترسره کوئ، هغه چاپيريال چې د هېواد راتلونلکی ورپورې تړلی دی، تاسې د دې هېواد بچي روزئ، په صداقت او په پاک نيت مو کارونه ته ادامه ورکړئ، چې الله پاک مو دا خدمتونه په خپل عبادت کې وشمېري»

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې ستاسې پر ښې همکارۍ د تېر کال په پرتله د دې کال کارونه ښه مخته روان دي، هيله ده چې همداسې ښه يې نور هم پرمخ بوځئ. ښاغلي د غونډې په جريان کې په ازادانه ډول د ګډونوالو څخه وغوښتل چې خپلې لازمې مشورې ورسره شريکې کړي او په نتيجه کې يې دی اقدام وکړي، تر څو پرمختګونه رامنځته کړي.

د ناستې په پای کې، ښاغلي فضلي يو شمېر اداري کارکوونکو په ستاينليکونو ونازول او د لابرياوو هيله او مننه يې ترې وکړه.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۸
Background image

جلسه ماهانه کمیته نشرات برگزار شد.

روز سه شنبه مورخ ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ هـ.ش جلسه نوبتی اعضای کمیته نشرات پوهنتون بلخ در معاونیت تحقیقات و مجله علمی، تحت نظر آمر مجله علمی با تلاوت چند از آیات کلام الله مجید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۶
Background image

پروژه‌های دیپلوم محصلان دیپارتمنت ساختمان‌های هایدروتخنیکیِ پوهنځی انجنیری پوهنتون بلخ برگزار شد.

روز سه‌شنبه ۲۳ رجب المرجب محفل دفاع پروژه‌های دیپلوم محصلان دیپارتمنت ساختمان‌های هایدروتخنیکیِ پوهنځی انجنیری پوهنتون بلخ، تحت نظارت کمیسیون اخذ دفاع پروژه‌های دیپلوم، مطابق طرزالعمل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۱
Background image

وبینار علمی ـ تخصصی:

«بررسی حقوقی دستگیری و محاکمه نیکولاس مادورو، رئیس‌جمهور ونزویلا، توسط ایالات متحده آمریکا»، روز دوشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۴، رأس ساعت ۷:۳۰ شب، به ابتکار کمیته فرهنگی پوهنځی حقوق و علوم سیاسی. . .

BACK TO NEWS