په بلخ پوهنتون کې د لابراتوارونو کمېټې ناسته ترسره شوه!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۲۲
خبر

نن چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د جمادالاثانی مياشتې په ۱۱مه د څېړنو او علمي مجلې معاونیت په کاري دفتر کې د بلخ پوهنتون د لابراتوارونو کمېټې ناسته ترسره شوه. د دغه ناستې پيل د قران عظيم الشان په تلاوت سره وشو.

دغه ناسته چې د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل دکتور حميدالله «عمرخېل» په مشرۍ مخته وړل کېده، د بلخ پوهنتون مالي او اداري او علمي چارو مرستيالانو او د پوهنځيو د لابراتوارونو مسوولينو په کې ګډون درلود.

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل دکتور حميدالله «عمرخېل» په خپله وينا کې د لابراتوارونو د تنظیم، څارنې او تجهیز اړوند خبرې وکړې او لابراتوارونه یې د پوهنتون د څېړنېزو مرکزونو په توګه یاد کړل. هغه ټینګار وکړ چې د لابراتوارونو جوړولو، تجهیز او منظمې کارونې ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي.

د ناستې په دوام کې ، د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» د لابراتوارونو اړوند د امکاناتو او تجهیزاتو برابرولو لپاره خپله ژمنتیا وښوده. ښاغلي مرستيال د ناستې ګډونوالو ته وويل چې د پوهنتون د لابراتوارونو لپاره د تجهیزاتو برابرولو کې هر اړخیزه همکاريو ته چمتو يم او په دې کوښښ کې يم  چې د څېړنو او تحصيلي پروسې کیفیت لوړولو لپاره هر ډول ښه امکانات برابر کړم.

ورپسې د علمي چارو مرستیال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدایت» د دغه پوهنتون ساينس او تعلیم و تربیې پوهنځيو د نويو لابراتواري موادو او وسايلو څخه د استفادې پر لارو چارو خبرې وکړې. هغه پر  ګډې همغږۍ ټینګار وکړ او وې ویل: چې د لابراتوارونو په برخه کې ټولې اړوندې خواوې باید په ګډه کار وکړي تر څو د پوهنتون څېړنیز او علمي فعالیتونه نور هم پرمختګ وکړي.

د ناستې په پای کې، د غونډې ګډونوالو د لابراتوارونو د سمې کارونې او پرمختګ لپاره بېلابېل ډول نظرونه او وړاندیزونه تبادله کړل او د غونډې په ورستيو شېبو کې پرېکړه وشوه چې لابراتوارونه به د پوهنتون او تحصیلي سکتور لپاره پر یو عاید بدلوي.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۸
Background image

جلسه ماهانه کمیته نشرات برگزار شد.

روز سه شنبه مورخ ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ هـ.ش جلسه نوبتی اعضای کمیته نشرات پوهنتون بلخ در معاونیت تحقیقات و مجله علمی، تحت نظر آمر مجله علمی با تلاوت چند از آیات کلام الله مجید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۶
Background image

پروژه‌های دیپلوم محصلان دیپارتمنت ساختمان‌های هایدروتخنیکیِ پوهنځی انجنیری پوهنتون بلخ برگزار شد.

روز سه‌شنبه ۲۳ رجب المرجب محفل دفاع پروژه‌های دیپلوم محصلان دیپارتمنت ساختمان‌های هایدروتخنیکیِ پوهنځی انجنیری پوهنتون بلخ، تحت نظارت کمیسیون اخذ دفاع پروژه‌های دیپلوم، مطابق طرزالعمل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۱
Background image

وبینار علمی ـ تخصصی:

«بررسی حقوقی دستگیری و محاکمه نیکولاس مادورو، رئیس‌جمهور ونزویلا، توسط ایالات متحده آمریکا»، روز دوشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۴، رأس ساعت ۷:۳۰ شب، به ابتکار کمیته فرهنگی پوهنځی حقوق و علوم سیاسی. . .

BACK TO NEWS