د بلخ پوهنتون اقتصاد پوهنځي جنوب خوا د زرغونتيا او ښکلا په موخه نوی چمن کېنول شو!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۲
خبر

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال رمضان مياشتې په ۱۴ مه، په بلخ پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي جنوب خواته د زرغونتيا او ښکلا په موخه د مالي او اداري چارو مرستيال په لارښوونه د تدارکاتو آمريت اړوند حفظ و مراقبت عمومي مديريت له لوري نوی چمن کېنول شو.

په بلخ پوهنتون کې د زرغونتيا او ښکلا لپاره هغه وخت لا پاملرنه زياته شوه، چې د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو معاونيت ته الحاج مولوي بخت محمد مومن یار ور وپېژندل شو.

ښاغلي مرستيال په خپله لنډه کاري موده کې د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران و الحديث محمد سيد «هاشمي» په لارښوونه د پوهنتون زرغونتيا او ښکلا ته ځانګړی پاملرنه وکړه.

دغه راز ښاغلي مرستيال په بلخ پوهنتون کې نه يوازې زرغونتيا ته کار ويلی، بلکې د پوهنتون دننه يو شمېر رغنيزې پروژې يې هم پر کار اچولي او په علمي ډګر کې يې د محصلانو د تجربو لپاره لابراتوارونه هم فعاله کړي دي.

په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» له دغه ټولو کارونو څخه هدف يوازې او يوازې په دغه علمي ډګر کې محصلانو لپاره ښه زده کړييز چاپېريال برابرول دي.

د يادونې وړ ده، چې د ښاغلي مرستيال له لوري په دغه علمي بنسټ کې د زرغونتيا او ښکلا لپاره نه يوازې چمنونه بلکې بېلابېل ډول مثمر او غير مثمر بوټي او ګلان هم کېنول شوي دي.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

تورنمنت مسابقه دوش ميان پوهنځی های شانزده گانه پوهنتون بلخ به پایان رسید.

مراسم اختتامیه تورنمنت دوش میان پوهنځی های شانزده گانه پوهنتون بلخ روز شنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۵ ه ش برابر ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۸ ه‍ ق با اشتراک  معاون صاحب مالی و اداری، معاون صاحب محصلان، امر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۷
Background image

اخذ امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر از پرسونل این پوهنتون!

طبق هدایت ریاست محترم دعوت و ارشاد امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر را از تمام استادان و کارکنان این پوهنتون اخذ نمود.
این امتحان درحال گرفته می‌شود که فرمان امر بالمعروف و نهی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۳
Background image

سیمینار اصلاحی پیرامون" تشریح قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر"برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ!

آمریت دعوت وارشاد پوهنتون بلخ جهت تطبیق بهتر قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر و آگاهی محصلین از مطالب این قانون، قانون متذکره‌ را طی سیمینار اصلاحی برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ. . .

BACK TO NEWS