حقوق او سياسي علومو پوهنځی

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تاریخچه

 

 

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په ۱۳۷۱ لمريز کال د دوو ډيپارټمنټونو(د جزا حقوقو خصوصي حقوق او نړيوالې اړيکې او عامه حقوق) په درلودلو سره تاسيس شو. دې پوهنځي تر اوسه پورې په ۲۱ دورو کې ۲۲۶۳ تنه فارغان ورکړي دي، چې ۷۰۰ تنه يې نجونې او ۱۵۶۳ تنه يې هلکان دي.

په اوس وخت کې ددې پوهنځي علمي کادر غړو شمېر ۲۳ تنو ته رسېږي، چې ۷ تنه یې ښځينه استادانې او پاتې نور یې نارينه استادان دي. د دوی تحصيلي درجې په ترتيب سره ۷ تنه ډاکټران، ۱۰ ماسټران او ۶ تنه يې لېسانس دي. اوس مهال په ټوله کې ددې پوهنځي ورځني ټولګیو محصلانو شمېر ۴۵۴ تنو ته رسېږي، چې ۱۷۸ تنه يې نجونې او ۲۷۶ تنه يې هلکان جوړوي.

ددې پوهنځي شپني ټولګي په ۱۳۸۹ لمريز کال کې جوړ شوي، اوس مهال د ۶۰۴ تنه نارینه او ښځینه محصلان په دې پوهنځي کې پر زده کړو باندې بوخت دي، چې لومړنۍ د فراغت دوره يې د ۱۳۹۴ لمريز کال د جدي په میاشت کې تېره کړې ده.

د ۱۳۸۳ لمریز کال څخه را پدېخوا د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي فعاليتونه او ابتکارات په لاندې ډول دي:

۱- د ۱۳۸۳ او ۱۳۸۴ لمريز کلونو په منځ کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي او د خارجي دفترونو تر منځ مرستې پيل شوې، چې د همدې مرستو پر بنسټ د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي وکړای شول، خپلې زده کړه ييزې او د چاپي خپرونو پروګرامونه پيل کړي.

۲- په ۱۳۸۵ لمريز کال کې د واشنګټن پوهنتون خپلې مرستې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ظرفيت لوړونې په برخه کې پيل کړې، چې د يو کمپيوټر لېب جوړول، انګليسي کورسونه او د استادانو لپاره زده کړه یيز پروګرامونه هم دننه په افغانستان کې او هم په امریکا متحده ایالاتو کې شامل دي.

۳- د ۱۳۸۵ لمريز کال راپدېخوا د ظرفيت لوړونې او د پوهنځي د کيفيت ښه والي لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو برابرول دي، چې په جرمني، امريکا، ایران او روسيې هېوادونو کې برابر شوي دي.

۴- په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د عدالت په نامه د ښځينه برخې لپاره د يو کتابتون جوړول.

۵- د دې پوهنځي د نورو ابتکارونو له برخې څخه يو هم په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د حقوقي کلنيک پرانيستل دي، چې د محصلانو په علمي پروګرامونو کې د ظرفيت لوړونې او د دوی د زده کړو لپاره ګټور دي.

۶- د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۳ لمريزو کلونو په منځ کې د ښځينه استادانو شمېر له درې تنو څخه اتو تنو ته پورته شو او په همدې ترتيب د ښځينه محصلانو د جذب فيصدي ۸۰ تر ۸۵ ته پورته شوه.

د يادولو وړ ده، چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د محصلانو د مسلکي زده کړو د ظرفيت لوړونې لپاره ډېری تمثيلي پروګرامونه د نړيوالو حقوقو او هم د رسنيو حقوقو په برخه کې په لاره اچولي. په همدې توګه ددې پوهنځي محصلانو په ملي او نړيوالو تمثيلي محاکمو په سياليو کې برخه اخيستې، چې ډېرو يې لوړې درجې او مقامونه تر لاسه کړي دي. د یادولو وړ ده، چې په دې برخه کې د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي لومړی او دویم مقامونه هم تر لاسه کړي، همدارنګه فردي جايزې لکه غوره ویناوال او د غوره مدافع نومونونه يې هم د خپل د ځان کړي دي.

ډيپارټمنټونه

۱- د جزا حقوق او خصوصي حقوقو ډيپارټمنټ، چې لومړنۍ امره يې مېرمن ثريا پیکان وه، چې د طالبانو د رژیم تر پيل پورې يې مسووليت په غاړه و. دې ډيپارټمنټ تر اوسه پورې د ۱۱۲۵ تنو محصلانو په شمېر کې فارغان ورکړي، چې ۴۵۳ تنه یې ښځينه او ۵۷۲ تنه يې نارينه دي. له ۱۰ تنو استادانو څخه، چې په دې ډيپارټمنټ کې پر تدريس باندې بوخت دي، دوه تنه يې ښځينه او ۸ تنه يې نارينه دي.

۲- د نړيوالو اړيکو او عامه حقوقو ډيپارټمنټ ددې پوهنځي له تاسيس څخه راپدېخوا فعال دی، چې مېرمن حميرا نعمتي يې مسووليت او رهبري پر غاړه درلوده. دغه ډيپارټمنټ د څلورو تنو رسمي استادانو او درې تنو قراردادي استادانو په درلودلو يې فعاليت کاوه. اوس مهال دغه ډيپارټمنټ د ۱۳ تنو رسمي استادانو په درلودلو سره پر مخ وړل کېږي، چې ۵ تنه یې ښځينه او ۷ تنه يې نارينه دي. له یاد ډيپارټمنټ څخه تر اوسه ۱۱۳۸ تنه فارغ شوي دي، چې ۲۴۷ تنه يې ښځينه او ۲۷۶ تنه يې نارينه دي