د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستيال او ورسره مل پلاوي د علمي اړیکو پراختیا په موخه کابل ته علمي سفر وکړ.

ba_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۲۹
خبر

د څېړنو او علمي مجلې مرستيال ښاغلي دکتور پوهنمل حمیدالله «عمرخېل» او ورسره مل پلاوي د تجربو شریکولو او ګډو علمي همکاریو پیاوړتیا په موخه کابل ته علمي سفر وکړ.

 په دغه سفر کې د کابل پوهنتون؛ د کابل ښوونې او روزنې، د کابل پولي تخنيک، افغان نړيوال اسلامي پوهنتونونو او د افغانستان علومو اکاډمۍ څخه لیدنې وشوې. پلاوي د دغو بنسټونو له رهبرۍ، د څېړنو محترمو مرستيالانو او علمي کادرونو سره ناستې وکړې او د کتابتونونو، علمي مجلو، لابراتوارونو او څېړنيزو مرکزونو څخه یې لیدنه وکړه. همدارنګه د څېړنو د پرمختګ، د علمي ژورنالونو د معیار لوړولو او د ګډو څېړنيزو پروګرامونو د عملي کولو په اړه نظريات تبادله کړل.

د يادونې وړ ده چې د پوهنتونونو تر منځ د علمي همکاریو پیاوړتیا، د څېړنیزو فعالیتونو په برخه کې د نويو تجربو ترلاسه کول، د علمي مجلو د نشراتي معیارونو پېژندنه، د لابراتواري چارو د مدیریت او تجهیز په برخه کې د غوره کړنلارو شریکول، او د ګډو علمي پروژو لپاره همغږي رامنځته کولو ډېره اړتیا ده، چې د همدې موخو لپاره ياد سفر هم تنظيم شوى و.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئیس د بلخ پوهنتون لیلیې مېشتو محصلانو ته اصلاحي وینا وکړه!

د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولوي حکمت الله «حکمت»د بلخ پوهنتون لیلیې مېشتو محصلانو ته د سیرت، صورت، دیني لارښوونو او علمي مسؤلیتونو په اړه اصلاحي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

په بلخ پوهنتون کې څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د داخلي سړک درېیم فاز چارې پیل شوې!

د بلخ پوهنتون داخلي سړک درېیم فاز د جوړولو چارې د پوهنتون رهبرۍ په حضور کې، د ۲۳ میلیونه، ۱۵۲ زره او ۷۶۰ افغانیو په لګښت په رسمي ډول پیل شوې.

د یادې پروژې له مخې، د داخلي سړک درېیم فاز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د نشه‌يي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونو او زیانونو په اړه یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «محصلانو ترمنځ د نشه‌يي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونه او زیانونه» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د بلخ پوهنتون ټولنیزو. . .

BACK TO NEWS