د (قلموال) لړۍ په لړ کې څلورم ټوک هم د چاپ پر ګاڼه سمبال او د مخکتنې غونډه یې ترسره شوه!

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۲ - ۱۳:۵۴
خبر

د بلخ پوهنتو ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ  چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د زمري(اسد) ۱۷مه نېټه د (قلموال) څلورم ټوک د بېلابېلو پوهنځیو رئیس صیبانو او استادانو په ګډون، چې د پښتو ژبې او ادب ډیپارټمنټ ګڼ شمېر محصلان هم راټول شوي وو،  پرانیست.

د (قلموال) په دغه ټوک کې دا ځل څلورم او درېیم ټولګيو د څلورکلنې لېسانس دورې مزل، بېلابېلې ادبي_هنري لیکنې، د ژوند خوږې خاطرې په هنري انداز د نثر په جامه کې پېيل شوي دي.

د پښتو ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ د فرهنګي کمېټې مشر او د( قلموال) لارښود استاد پوهنمل عزیزالدین يوسفزي د (قلموال) په اړه هر اړخیز معلومات او هم یې له تېرو ټوکونو سره د دې ټوک زیاتونې او متفاوتوالی د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ. بیا یې له استادانو، محصلانو او په ځانګړې توګه یې د شمال مطبعې له بنسټګر استاد پوهنمل محمدنعیم نظري څخه مننه وکړه، چې هر ځل یې په مشترکه توګه دې لړۍ ته اوږه ورکړې ده.

ورپسې د ادبیاتو پوهنځي رئيس قاري فيض الله ذکي د دریځ مخې ته وغوښتل شو، ښاغلي فيض الله ذکي پرې خوښي څرګنده کړه او د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ فرهنګي هڅې یې وستایلې. همدارنګه یې د دا ډول فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ.

 په غونډه کې د بېلابېلو ویناوالو له وینا وروسته (قلموال) پر اړوندو محصلانو ووېشل شو او غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۵
Background image

د کمپیوتر ساینس پوهنځي محصلانو د نوي اختراعاتو يو ورځنی نندارتون نندارې ته وړاندې کړ.

سې شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د جمادي الاول مياشتې په ۲۰مه، په بلخ پوهنتون کې د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو خپل ابتکارونه د يو ورځني نندارتون له لارې چې د ياد پوهنځی مسؤلينو له لوري ترتيب شوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د البرز علمي او کلتوري ادارې سره په ګډې همغږۍ د بلخ پوهنتون د محصلانو د انسجام او دعوت ارشاد آمريتونو له لوري، د حق الميبن کتاب پايلې اعلان شوې.

سې شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق د جمادی الاول مياشتې په ۲۰مه، په بلخ پوهنتون کې د البرز علمي او کلتوري ادارې سره په ګډې همغږۍ د بلخ پوهنتون د محصلانو د انسجام او دعوت ارشاد آمريتونو له لوري، د حق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۳۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو د (غزې د کړکېچ په اړه) د انساني وجدان له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې تمثيل نندارې ته وړاندې کړ!

دوشنبه د ۱۴۴۷ھ ق د جمادي الاولی په ۱۹مه په بلخ پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو د غزې د کړکېچ په اړه، د انساني وجدان له مخې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې تمثيل. . .

BACK TO NEWS