د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند مياشتنۍ نوبتي ناسته!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۹:۴۱
خبر

سه شنبه د ۱۴۴۶/٩/١٨ ه ق د مالي او اداري چارو مرستيال په رهبرۍ کې، اداري ناسته د قرآن کریم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.

لومړی د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي مولوي نجیب الله (کروخي) د ښه راغلاست ترڅنګ له اړوندو آمرینو څخه د تېر کال کړنو او راتلونکي کال مهال ویشونو ترتيب د کارونو پرمختګ او  نورې اړینې لارښوونې وکړې.

 

وروسته بیا د معاونيت اړوند آمرینو هر یو خپل د کلنۍ کړنو عمده برخې معاونیت ته واورولې او د ځينو ستونزو د حل غوښتونکي شول.

 

په پای کې ښاغلي (کروخي) د ګډونوالو هڅې وستايلې او په راتلونکې کې يې ورته د لا ښه خدمت کولو سپارښتنه وکړه او ګډونوالو څخه یې هيله وکړه چې ملي ګټو ژمن پاتې شي.

 

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د نشه‌يي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونو او زیانونو په اړه یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «محصلانو ترمنځ د نشه‌يي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونه او زیانونه» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د بلخ پوهنتون ټولنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

BACK TO NEWS