د څارنې او ارزونې پلاوي وروستۍ ناسته

ba_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۵:۱
خبر

د پنجشنبه ورځ د تلې مياشتې په دوولسمه، په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د څارنې او اروزنې رياست له لوري، د همدې مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شوې ارزونه پای ته ورسیده.

دغې اروزونې پوره يوولس ورځې وخت ونيو او د نتجې د اعلان لپاره يې نن د بلخ پوهنتون د علمي او رئيسانو شورا په تالار کې غونډه ترتيب شوې وه، چې پيل يې د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

لومړی د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل حیات الله حقجو دغونډې په اړه پیلیزې خبرې وکړې.

وروسته بیا د لوړو زده کړو وزارت له لوري د بلخ پوهنتون څارنې او اروزنې لپاره ټاکل شويو پلاوو په مشرۍ قاضي عبدالباري غفاري په ټوله کې د بلخ پوهنتون ارزونه ښه وګڼله او د ښې ارزونې ترڅنګ يې، په يو لړ مواردو کې د غونډې ګډونوالو ته ځينې نيمګړتياوې هم په ګوته کړې.

د بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي لومړی د لوړو زده کړو وزارت له لوري راغلو ميلمنو څخه د راتګ مننه وکړه او ورپسې يې په ورين تندي د نيمګړتياوو د حل ډاډ ورکړ او غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسیده.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS