د یو علمي سفر په ترڅ کې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي ۲۳ تنو محصلانو د بلخ پوهنتون لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه!

ba_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۶
خبر


نن شنبه د روان ۱۴۰۵ تعلیمي کال غویي میاشتې په ۱۹ مه د یو علمي سفر په ترڅ کې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي۲۳ تنو محصلانو د بلخ پوهنتون لابراتوارنو څخه لیدنه وکړه.

د دغه علمي سفر برخه والو ته د بلخ پوهنتون محصلانو خدمتونو او انسجام چارو آمریت په همغږۍ د پوهنتون تجربه لرونکو استادانو او د لابراتوارونو مسوولينو له لوري د مسلک اړوند د زراعت او وترنرۍ علومو پوهنځيو لابراتوارنو کې عملي کار ترسره شو.

یاد سفر چې د محصلانو د علمي پوهې د لوړولو په موخه له کونړ سيد جمال الدين افغاني څخه بلخ پوهنتون ته شوی، د نوموړي پوهنتون محصلان ور څخه خوښ دي او په دغه علمي سفر کې يې د بلخ پوهنتون لابراتوارونو، د بلخ ولايت حيراتان تجارتي بندر، صنعتي فابريکو، طبيعي څړ ځایونو او د قوشتېپې لوی کانال څخه ليدنې کړې دي.

د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي محصلانو د بلخ پوهنتون اړيکو او عامه پوهاوي آمريت مسوولينو ته په خپلو مطبوعاتي خبرو کې وویل چې دغه ډول علمي سفرونه د محصلانو علمي پوهې لپاره ډېر ګټور دي.

د یادونې وړ ده، چې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو ته د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت مسوولینو له لوري د بلخ پوهنتون پشپړ تشکیل او د شپاړس ګونو پوهنځیو اړوند معلومات هم ورکړل شول.

بلخ پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS