محترم مفتی محمد شریف عثمانی او ورسره ملګری د رهنورد پوهنتون څخه ليدنه ترسره کړه.

ba_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۸:۵۲
خبر

پنجشنبه د ۱۴۴۵/۹/۱۱ ه ق چې د ۱۴۰۲/۱/۲ ه ش سره سمون خوري د بلخ پوهنتون رئیس مفتي محمد شريف عثمانی چې ښاغلي پوهاند محمد صالح محمد راسخ،  مالي او اداری چارو مرستيال قاضی عبدالهادي فضلي، د څېړنيزو چارو مرستيال پوهاند محمدطاهر طاهر ورسره ملتيا کوله د رهنورد پوهنتون څخه ليدنه ترسره کړه.

لومړی دیاد پوهنتون سرپرست دښه راغلاست تر څنګ د هر اړخيزې مرستې ژمنه وکړه او دبلخ پوهنتون له مشرتابه څخه یې غوښتنه وکړه چې د خصوصي سکتور داسنادو اعتبار موندنې په اړه له دوی سره مرسته وکړي تر څو د سند اعتبار ته په کتو سره د محصلينو دجذب پروسه ګړندۍ شي.

ورپسې دبلخ پوهنتون رئيس لارښوونيزې خبرې وکړې چې د خپل راتګ موخه يې یاد پوهنتون سره دوه اړخيزه همکاري او ستونزو ته دحل لارو لټول یاد کړل تر څو دا کښتۍ په ګډه ساحل ته ورسوو.

ورپسې دبلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي هم له خصوصی سکتور څخه مننه وکړه چې د تحصيل په ډګر کې يې زمونږ لاسنيوی کړی او د دی دروند بار په وچتولو کې زمونږ ملتیا کړې. اوله هغوی څخه يې غوښتنه وکړه  لکه څرنګه چې په فزيکي برخه کي  ظرفيت شتون لري د معیاري زده کړو  حاصلولو لپاره خپلې هڅې ګړندي کړي تر څو د ټولنې خدمت لپاره وړ کسان وروزي.

وروسته بيا د څېړنيزو چارو مرستيال پوهاند محمدطاهر طاهر دڅېړنيزو مقالو کنفرانسونو په اړه خبرې وکړې او دعلمي ډګر ودې لپاره يې څېړنه اړينه وبلله.

په پای کې  دياد پوهنتون فزيکي جوړښت او ظرفیتونو لیدنې په موخه ښاغلي عثماني  دلابراتوارونو، در سي صنفونو، کتابتون، صحي علومو انستیتوت. او روغتون څخه له نږدې ليدنه وکړه. او دیاد پوهنتون له مسؤلينو يې قدردانی وکړه چي په تحصيلي ډګر کې يې په زړه پورې پانګونه کړې.

بلخ پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت.

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۵۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د امير المومنين شهيد ملا اختر محمد منصور د ژوند، فکر او مبارزې په سرليک علمي سیمینار دائر شو.

د ياد سیمینار په پرانیستې وينا کې د بلخ پوهنتون  مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار»  امير المومنين شهيد ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت د تحریک د بیا ځلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۱:۴۰
Background image

د بلخ پوهنتون د نړيوالو مجلو د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه.

د بلخ پوهنتون د نړيوالو مجلو د کتنپلاوي غونډه د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه.

د ناستې په پيليزه وينا کې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۹
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه! ياده غونډه د معمول په څېر د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

د ناستې په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال الحاج پوهنمل محب الله «هدايت» د ګډونوالو هر کلی وکړ او د هر کلي ترڅنګ يې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل چې هر پوهنځی بايد خپل. . .

BACK TO NEWS