مياشتنۍ اداري ناسته ترسره شوه.

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۱۲
خبر

دوشنبه د ۱۴۴۷/٩/۶ ه ق د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ کې، اداري ناسته د قرآن کریم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.

لومړي د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي الحاج مولوي بخت محمد مومن یار د ښه راغلاست ترڅنګ له اړوندو آمرینو څخه د تېر کال کړنو له امله خوښي څرګنده کړه او راتلونکي کال مهال ویشونو ترتيب د کارونو پرمختګ او  نورې اړینې لارښوونې وکړې.

همداراز ښاغلي مومن يار په خپلو لارښوونيزو خبرو کې آمرينو ته سپارښتنه وکړه چې خپلو مسؤلیتونو ته ځیر شئ. دنده خپل ديني وجيبه وګڼئ او په پوره ريښتينولۍ يې ترسره کړئ خپل منځي همغږي پياوړي کړئ

وروسته بیا د معاونيت اړوند آمرینو هر یو خپل آمريت اړوند د ځينو ستونزو يادونه وکړه او د حل غوښتونکي شول چې د معاونيت له لوري دحل ډاډ ورکړل شو.

ناسته په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

 

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS