ه بلخ پوهنتون کې د سرپل پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې ته بريالي شويو څلورو تنو له خپلو علمي کنفرانسونو څخه دفاع وکړه.

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۷
خبر

نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال ذوالقعدې مياشتې په ۱۲ مه، د بلخ پوهنتون علمي چارو معاونيت اړوند د غونډو په عمومي تالار کې د ياد کنفرانس پيل د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

د کنفرانس په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستيال دکتور پوهنمل حميدالله «عمرخېل» وويل: دا ډول کنفرانسونه ميتوديک دي، چې په مټ يې علمي کادر په تدريسي بهير کې د تدريس په چارو بلدتيا ترلاسه کوي.
دغه راز ښاغلي مرستيال په خپلو خبرو کې له ارزونې پلاوي څخه هيله وکړه، چې د نمراتو په ورکړه کې، عدالت په پام کې ونيسي او د چا حق ونه خوري.

د ياد کنفرانس لپاره د پوهنتون رهبرۍ له لوري د کړنلارې سره سم پخپله، د څېړنو او علمي مجلې مرستيال دکتور پوهنمل حميدالله «عمرخېل» د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې آمر دکتور پوهندوی احمد جاوید «صديقي» د ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې آمر پوهنمل محمد قسيم «چمتو» د ارزونې پلاوي په توګه ټاکل شوي وو.

د سرپل پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې ته برياليو شويو څلور تنو د علمي کنفرانس وړاندې کولو کنفرانس کې د ارزونې پلاوي سربېره د پوهنتون مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو او استادانو ګډون درلود.

بايد وويل شي، چې د کنفرانس په پای شېبو کې د ارزونې پلاوي په استازيتوب د څېړنو او علمي مجلې مرستيال څلور واړه نوماندان مثبت وارزول او د سرپل پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې علمي کادر کېدو مبارکي يې ورکړه.

د هېرې نه ده، ياد کنفرانس چې د قران عظيم الشان په مبارک کلام پيل شوی و، د علمي چارو مرستيال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدايت» له لوري د خير په دعا سره پای ته ورسېد.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS