دبلخ پوهنتون رئیس لیدنه دجمهوري اسلامی ایران اسلامی فرهنگ پخواني رئیس سره

ba-edris
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۱:۳۹
خبر

نن شنبه د1445 /12/5ه ق د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صاحب ضياﺀالحق ضياﺀکريمي په خپل کاري دفتر کې دج. ا. ايران اسلامي فرهنگ پخواني رئیس دکتر مصطفوی د يحيوي سر قونسل په ملتيا له ايراني پلاوي سره دوستانه ليدنه وکړه.
ياده ليدنه کې ښاغلي ضياﺀکريمي بلخ پوهنتون ته د راغلي پلاوي هرکلى او ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو ترمنځ په هر اړخیزه توګه دَ همغږۍ غوښتنه وکړه ترڅو په راتلونکې کې دَ يو والي او ورورګلوۍ په فضا کې چارې په بريا سره سرته ورسيږي او دوستي مو لا پياوړې شي.
همداراز ښاغلي ضياﺀکريمي بلخ پوهنتون د شمال زون په کچه لوى پوهنتون ياد کړ، او د جوړښت په اړه يې اړين توضیحات وړاندې کړل هغه همداراز زیاته کړه چې دچارو لاچټکتيا او ظرفيت لوړولو لپاره هڅې روانې دي تر څو وکولاى شو چې ياد پوهنتون دنړۍ والو پوهنتونونو سره سيال کړو. 
ورپسې د راغلي پلاوي رئیس هم دبلخ پوهنتون رئيس ته په علمي ډګر کې دهر راز مرستې ډاډ ورکړ. 
بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

photo

 

photo

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS