دبلخ پوهنتون رئیس ښاغلی مفتی محمد شریف عثمانی دیو تعداد پوهنځیونه لیدنه!

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۹:۵
خبر

دوشنبه د ۱۴۴۵/۱۰/۲۰ ھ ق چې د ۱۴۰۳/۲/۱۰ ھ ش سره يې سمون خواړه، د بلخ پوهنتون رئیس مفتي محمد شريف عثمانی چې د اقتصاد پوهنځي رئیس نامزد پوهنيار سردارولي دنشراتو آمر مولوي سميع الله بلخي ورسره ملتيا کوله، د بلخ پوهنتون له شپږو بېلابېلو پوهنځيو: انجنيرۍ، کرنې، کمپيوټر ساينس، فارمسي، ټولنيزو علومو، اداره او عامه پاليسۍڅخه ليدنه وکړه.

 د بلخ پوهنتون ريئس مفتي محمد شریف عثماني په داسې حال کښې د پوهنځيو سوبتيا کتابونو درسي صنفونو څخه ليدنه کوي، چې دوه اونۍ وړاندې د نوي کال درسي چارې پيل شوي دي، ښاغلي عثماني د درسي چارو ارزونې په موخه له محصلانو څخه داستادانو چلند، صنفونو ته د حضور او نه حضور، د تحصيل په وړاندې د خنډونو په اړه پوښتنې وکړې؛ تر څو د درسي چارو بهير په پوره روڼتيا سره پر مخ لاړ شي. د يادو پوهنځيو محصلانو خپلې ستونزې له ښاغلي رئيس صاحب سره شريکې کړې او  د رئیس صاحب له خوا ورسره د ستونزو د حل په اړه د هراړخيزې مرستې ژمنه وشوه.

 بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

خبر

 

 

خبر

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS