په بلخ پوهنتون کې د کانکور ازموينه پيل شوه!

ba_admin
جمعه ۱۴۰۳/۴/۸ - ۸:۴۲
خبر

پنجشنبه چې د ۷/۴/۱۴۰۳  لمريز کال د بلخ پوهنتون کې د کانکور ملي ازموينه پيل شوه، د دغې ازموينې د پيل او آغاز لپاره د بلخ پوهنتون په تالار کې ځانګړي مراسم ترتيب شوي و.

د يادو مراسمو پيل د قران عظيم الشان په کلام سره وشو او ورپسې د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني د میلمنو هرکلی وکړ او له هر کلي وروسته يې د غونډې پيليزه  خبرو کې استادانو او هیأتانو ته ددې ملي پروسې په اړه د روڼتیا سپارښتنه وکړه

په دغه غونډه کې د بلخ ولايت څخه د والي مرستيال م ول وي نورالهادي ابو ادريس په خپله وینا کې د غونډې ګډونوالو ته وويل: چې د دې وطن لپاره په اخلاص سره خدمت وکړئ، دعلم په مقتضا عمل ظاهر او باطن مو په شريعت برابر کړئ ترڅو د نظام واقعي استازي و اوسئ او کومه پوهه چې لرئ، د دې وطن ګلاليو بچيو ته يې په پوره اخلاص او ايماندارۍ ور انتقال کړئ او سالمه روزنه يې وکړئ.

د غونډې په پای کې د پلازمينې څخه د بلخ ولايت لپاره ځانګړي شوي پلاوي م ول وي محمد احمد حقاني ته نوبت ور ورسېد، هغه په خپلو خبرو کې  ګډونوالو استادانو ته د روڼتیا سپارښتنه وکړه او ويې ويل چې د هيچا حق به نه خوړل کېږي.

نوموړي په خپلو خبره د بلخ ولايت لپاره دا زېری هم واوره چې په بلخ ولايت کې به د ازموينو ملي ادارې له لوري د کانکور پروسې د ښه تطبيق لپاره امريت جوړ شي، چې په نتیجه کې به يې د ګډنوالو ستونزې راکمې او حل شي.

دپاي په شېبو کې دپوښتنپاڼو مهر و لاک بکسونه د نوماندانو په  وړاندې بېرته کړل شو.

د يادولو ده، چې دا ځل د بلخ ولايت څخه په دغه ازموينه کې ۴۶۱۲نوماندانو نوم ليکنه کړې وه، چې له جملې يې ۲۳۵۲تنو ازموينه ورکړه او پاقي پاتې به يې سبا جمعه د چنګاښ په نهمه نېټه ازموينه ورکړي.

ياده غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسیده.

 

بلخ پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي امريت

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د سړو سيمو پوهنتونونو د درسونو پيل خبرتيا او د ازموينو مهالوېش!

لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت محترمې ادارې په جریان کې دي، نږدې ده چې د امارتي لوړو زده کړو بنسټونو کې د درسونو د پیل وخت راورسېږي. له همدې امله د سړو سیمو ولایتونو کې د محصلانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

په بلخ پوهنتون کې د عمومي کتابتون آمر په مشرۍ د فرعي کتابتونونو مديرانو سره د همغږۍ او ستونزو حل په موخه شورا جوړه شوه!

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۲ مه، په بلخ پوهنتون کې د عمومي کتابتون آمر انجنير مولوي سید فريد « سادات» په مشرۍ د فرعي کتابتونونو مدير صاحبانو سره د همغږۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۳:۳
Background image

د علمي معاونیت اړوند د مسلکي پراختیا آمريت له لوري د بلخ پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځيو رئيسانو لپاره د کاري، عملیاتي پلان او راپور جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

نن سه شنبه د روان ١٤٤٧ ه ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۲مه د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال په هڅو د مسلکي پراختیا آمريت په همغږئ د بلخ پوهنتون مرستيالانو او د پوهنځیو رئیسانو لپاره د. . .

BACK TO NEWS