بلخ او کندهار پوهنتونونو تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو.

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۳:۱۰
خبر

بلخ او کندهار پوهنتونونو تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو.

د چنګاښ د مياشتې په 31مه نېټه بلخ پوهنتون د کندهار  پوهنتون د رهبرۍ کوربتوب کاوه، د دغه کوربه پالنې ناسته د بلخ پوهنتون د رهبرې د غونډو  په تالار کې ترتيب شوې وه، چې پيل يې د بلخ پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس مفتي شفیق الله مظهري لخوا د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

د غونډې د پیل وینا د بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي وکړه، او په خپل خبرو کې د کندهار پوهنتون  څخه د راغلو ميلمنو دروند هر کلی وکړ او دا یې په تاریخ کې بې ساري ګام وباله چې د بلخ پوهنتون د کندهار پوهنتون د رهبرۍ کوربه دی، او په وینا یې چې دا راتګ د ډیرو پرمختګونو، همکاریو او تفاهمنامو لومړنی پل دی.

 وروسته د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل حيات الله حقجو  په خپلو خبرو کې د بلخ پوهنتون په تاريخچه، تشکیلاتو، علمي برنامو او نورو ډیرو موضوعاتو  راغلو ميلمنو ته تفصلي معلومات ورکړل.

له کندهار څخه د راغلی وفد په استازولۍ د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال دکتور ضیاء الرحمن مشک علیزی صاحب له  د بلخ پوهنتون مهمانوازي او قدردانۍ څخه مننه او تشکري وکړ او د بلخ پوهنتون رهبرۍ ته یې د کندهار پوهنتون په اړه تفصلي او هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.

او د راغلي میلمونو له ډلي څخه د انجینرۍ پوهنځي او حقوقو او سیاسي علمو پوهنځي رئیس صاحبانو هم په خپل وار سره مهمي او ارزشتناکې خبري ګډونوالو ته واورولي.

په اخیر کې د دواړو ملي پوهنتونونو او پوهنځیو تر منځ د همکاري هوکړه ليکونه لاسلیک شوه.

او دا ګډه ناسته بلخ پوهنتون د رئیس په دعا کولو سره پای ته ورسیدله.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي له لوري د همدغه پوهنځي محصلانو ته «د مخدره توکو زیانونه» تر سرلیک لاندې علمي سيمينار داير شو!

د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي رئیس نامزد پوهنيار قاري امیرګل «احمدي» د مخدره توکو د ناوړه او ویجاړوونکو اغېزو په اړه خبرې وکړې او محصلانو ته یې د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۸
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پنځو امارتي پوهنتونونو ۱۶ خالي کادري بستونو لپاره اختصاصي ازموینه واخیستل شوه.

په دغو پوهنتونونو کې بلخ، بدخشان، بغلان، سمنګان او فاریاب پوهنتونونه شامل دي، چې د بېلابېلو علمي څانګو د تشو کادري بستونو لپاره یې د لوړو زده کړو وزارت د نافذه اصولو او ټاکل شوې پروسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د اړيکو پراختيا او محصلانو ته د عملي زده کړو د فرصتونو برابرولو په موخه د بلخ پوهنتون پلاوي د سرې او برېښنا فابريکې له مسوولينو سره وکتل!

د بلخ پوهنتون يو پلاوي، چې مشري يې د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» کوله، د محصلانو چارو مرستيال او د محصلانو د انسجام آمر په ملتيا د سرې او برېښنا فابريکې. . .

BACK TO NEWS