په بلخ پوهنتون کې نويو ګمارل شويو استادانو ته، د کيفيت لوړونې آمريت له لوري ترتيب شوی درې ورځنی علمي سمينار د تصديق پاڼو په ويش سره پای ته ورسېد.

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۷
خبر

نن سې شنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۲۳مه، په بلخ پوهنتون کې نويو ګمارل شويو استادانو ته، د کيفيت لوړونې آمريت له لوري ترتيب شوی درې ورځنی علمي سمينار د تصديق پاڼو په ويش سره پای ته ورسېد!

نن د سمينار په وروستۍ ورځ د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران و الحديث محمد سيد «هاشمي» د سمينار ګډونوالو ته وويل: چې خپلو مسووليتونو ته ځېر شئ، د الله تعالی د رضامندۍ لپاره د هېواد پچيانو ته سالمه روزنه ورکړئ.

دغه راز ښاغلي رئیس زياته کړه، چې اميد لرم په دې سمينار کې به مو ډېر نوي څه زده کړي وي، هيله ده چې تر زده کړيالانو يې په سمه معنی ور ورسوئ.

د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدايت» د کيفيت لوړونې آمريت کړنې وستايلې او د کيفيت لوړونې اړوند يې ارزښتناکه معلومات د سمينار ګډونوالو سره شريک کړل.

بايد وويل شي چې ياد سمينار تېره يکشنبه د بلخ پوهنتون علمي چارو معاونيت اړوند د غونډو په عمومي تالار کې پيل شوی و، چې د تصديق پاڼو په وېش سره رسماً پای ته ورسېد.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۲
Background image

د بلخ پوهنتون اقتصاد پوهنځي جنوب خوا د زرغونتيا او ښکلا په موخه نوی چمن کېنول شو!

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال رمضان مياشتې په ۱۴ مه، په بلخ پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي جنوب خواته د زرغونتيا او ښکلا په موخه د مالي او اداري چارو مرستيال په لارښوونه د تدارکاتو آمريت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د طبيعي علومو «نړيوال ژورنال» د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه!

پنجشنبه د ۱۴۴۷ کال رمضان مياشتې په۹مه، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د حوت ۷ مې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت کې د طبيعي علومو نړيوال ژورنال د هئيت تحرير غونډه د. . .

BACK TO NEWS