په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د هدايت پر اساس د امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد آمريت له لوري درې ورځنی ديني او علمي سيمينار پيل شو.

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴۴
خبر

شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۲۷ مه، په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د هدايت پر اساس امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی ديني، علمي او اصلاحي سيمينار د قرآن کريم په مبارکو آياتونو سره پيل شو.

د سمينار په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران والحديث محمد سيد «هاشمي» د سمينار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علم په ارزښت لنډې خبرې وکړې.

ورپسې د سمينار د وړاندې کولو لپاره د سلمان فارس (رض) مدرسې مهتمم شيخ الحديث حميدالله «حميدي» ته بلنه ورکړل شوه، تر څو د مهالوېش سره سم د (زهد، تقوا، نيک اخلاقو او پاک نيت)  په سرليکونو ارزښتناکې خبرې وکړي.

ښاغلي «حمیدي» په خپلو خبرو کې ګډونوال په فردي، ټولنيز ژوند او درسي ماحول کې نيکو اخلاقو عملي کولو ته را وبلل او نېک اخلاق يې د انسان د کاميابۍ راز ياد کړ. هغه همداراز هغه اعمال چې په زهد او تقوا پورې اړه لري له نيت سره تړلي وبلل.

ورپسې د علماوو شورا رئيس الحاج شيخ القران والحديث حيات الله «حلیم» د (ايمان پېژندنې او د ايمان برخې) په سرليک تفصيلي خبرې وکړې، هغه په خپله وينا کې د ايمان شرعي تعريف د علماوو آراء او د ايمان ځنې برخې د شريعت په سپېڅلو سرچېنو سره تشريح کړې.

د تخصصاتو اړوند د بلخ ولايت امام ابو یوسف رحمه الله ديني جامعې استاد شيخ القران والحديث عبدالوکيل «آخندزاده» (تقليد او د امام ابوحنيفه رحمه الله مناقبو) په اړه هر اړخيزې څرګندونې وکړې.

د لومړۍ ورځې په وروستيو کې د بلخ پوهنتون شرعياتو پوهنځي رئیس مفتي شفيق الله «مظهري» له لوري (د مسؤولیت احساس) په سرليک د سمينار ګډونوالو سره ارزښتناک معلومات شريک شول، ښاغلي مظهري په خپله وينا کې سمينار ګډونوالو ته په خطاب کې هر يو په خپل اړونده برخه کې مسؤل وګاڼه او ويې ويل درنو منسوبينو! خپلو مسؤولیتونو ته ځير شئ او اصلي موخه د الله(ج)رضا وګڼئ؛ تر څو د دنيا او اخرت بريا تر لاسه کړئ.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS