د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستيال او ورسره مل پلاوي د علمي اړیکو پراختیا په موخه کابل ته علمي سفر وکړ.

ba_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۲۹
خبر

د څېړنو او علمي مجلې مرستيال ښاغلي دکتور پوهنمل حمیدالله «عمرخېل» او ورسره مل پلاوي د تجربو شریکولو او ګډو علمي همکاریو پیاوړتیا په موخه کابل ته علمي سفر وکړ.

 په دغه سفر کې د کابل پوهنتون؛ د کابل ښوونې او روزنې، د کابل پولي تخنيک، افغان نړيوال اسلامي پوهنتونونو او د افغانستان علومو اکاډمۍ څخه لیدنې وشوې. پلاوي د دغو بنسټونو له رهبرۍ، د څېړنو محترمو مرستيالانو او علمي کادرونو سره ناستې وکړې او د کتابتونونو، علمي مجلو، لابراتوارونو او څېړنيزو مرکزونو څخه یې لیدنه وکړه. همدارنګه د څېړنو د پرمختګ، د علمي ژورنالونو د معیار لوړولو او د ګډو څېړنيزو پروګرامونو د عملي کولو په اړه نظريات تبادله کړل.

د يادونې وړ ده چې د پوهنتونونو تر منځ د علمي همکاریو پیاوړتیا، د څېړنیزو فعالیتونو په برخه کې د نويو تجربو ترلاسه کول، د علمي مجلو د نشراتي معیارونو پېژندنه، د لابراتواري چارو د مدیریت او تجهیز په برخه کې د غوره کړنلارو شریکول، او د ګډو علمي پروژو لپاره همغږي رامنځته کولو ډېره اړتیا ده، چې د همدې موخو لپاره ياد سفر هم تنظيم شوى و.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په بلخ پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي مسوولينو د ۱۶ بېلابېلو الکترونیکي پروژو نندارتون جوړ کړ!

په بلخ پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي مسوولينو له لوري د عصري ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې د جوړو شویو ۱۶ الکترونیکي پروژو نندارتون جوړ شو، چې موخه یې د محصلانو د نوښتونو، عملي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

په بلخ پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه یو شمېر تخنیکي اسانتیاوې فعالې شوې!

د بلخ پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د مسؤلینو له لوري د محصلانو عملي زده کړو د پیاوړتیا او د علمي او تخنیکي فعالیتونو د لا ښه ترسره کېدو په موخه یو شمېر تخنیکي اسانتیاوې فعالې او چمتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئیس د بلخ پوهنتون لیلیې مېشتو محصلانو ته اصلاحي وینا وکړه!

د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولوي حکمت الله «حکمت»د بلخ پوهنتون لیلیې مېشتو محصلانو ته د سیرت، صورت، دیني لارښوونو او علمي مسؤلیتونو په اړه اصلاحي او. . .

BACK TO NEWS