د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

ba_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۲۶
خبر

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د شوال المکرم په ۸مه بلخ پوهنتون او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په یوه رسمي ناسته کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل محب الله هدایت او ورسره مل پلاوي د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال دوکتور عبدالواحد لیاقت تر منځ لاسلیک شو.
د غونډې په پیل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال، دوکتور عبدالواحد لیاقت، میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ یې د اغېزمنې علمي همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي هېله څرګنده کړه چې دغه تفاهم‌لیک به د علمي اړیکو د پیاوړتیا او ګډو فعالیتونو د پراختیا لامل شي.
بل لور ته، د بلخ پوهنتون د علمي چارو مرستیال هم د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختیا او دوامداره همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له دې وړاندې هم له ځينو دولتي او خصوصي ادارو سره د علمي همکاریو په موخه ورته هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، څو دغه علمي بنسټونه خپلې تجربې فعالیتونه په يو منظم او اغېزمن  ډول له یو بل سره شريکې او د ورځنیو چارو د چټکتیا لامل وګرځي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د یو علمي سفر په ترڅ کې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي ۲۳ تنو محصلانو د بلخ پوهنتون لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه!


نن شنبه د روان ۱۴۰۵ تعلیمي کال غویي میاشتې په ۱۹ مه د یو علمي سفر په ترڅ کې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي۲۳ تنو محصلانو د بلخ پوهنتون لابراتوارنو څخه لیدنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۱۶
Background image

په بلخ پوهنتون کې د «کتاب لوستنې» په سرليک پر لاره اچول شوې سيالۍ کې ممتاز او بريالي محصلان د ستاينلکونو تر څنګ په جايزو هم ونازول شول.

چهارشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال ذوالقعدې مياشتې په ۱۹ مه، د بلخ پوهنتون ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي مسوولينو له لوري د (کتاب لوستنې) په سرليک پر لاره اچول شوې سيالۍ کې ممتاز او بريالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۳۸
Background image

د بلخ پوهنتون يو شمېر مسوولينو د ازبکستان هېواد زراعت پوهنتون رئيس سره انلاين ناسته وکړه!

چهارشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال ذوالقعدې مياشتې په ۱۲ مه، د بلخ پوهنتون زراعت پوهنځي رئيس، د مالي او اداري او علمي چارو مرستيالانو د ازبکستان هېواد زراعت پوهنتون رئيس سره انلاين ناسته وکړه. . .

BACK TO NEWS