د بلخ پوهنتون د رئیس پیغام

photo

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د علم او فرهنګ درنو مينه‌والو او ښاغلو ورونو!

بلخ پوهنتون د ۱۶ پوهنځيو، له ۴۰۰ څخه زیاتو استادانو او څه دپاسه ۱۸۰۰۰ محصلانو په درلودلو سره د افغانستان یو له لویو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي. دغه اکاډمیک بنسټ په ۱۳۶۶ لمریز کال کې تاسيس شوی دی، چې له پيله تر اوسه یې په زرګونو کادرونه روزلي، د ځوان نسل په روزلو کې يې ستر رول لوبولی او هېواد ته يې علمي کادرونه وړاندې کړي دي. په اخرو کلونو کې پر لېسانس پروګرامونو سربېره، په مختلفو علمي څانګو کې يې د ماسټرۍ پروګرامونه پيل کړي، چې د اقتصاد پوهنځي په محاسبه او مالي چارو کې او همدارنګه په دري ادبیاتو کې يې یادولی شو، چې په لسګونه ځوان متخصصین يې له یادو څانګو څخه ټولنې ته وړاندې کړي دي. د بلخ پوهنتون مشرتابه په پام کې لري، چې تر څو په نږدې راتلونکي کې د حقوقو او سیاسي علومو، کرنه(زراعت)، پښتو ادبیاتو او د اسلامي تاریخ په څانګو کې هم د ماسټرۍ پروګرامونه پيل کړي. دغه پروګرامونه څو اړخیز دي او داسې په پام کې نیول شوي، چې مينه‌والو ته يې له لېسانس پورته زده‌کړو لپاره زمینه برابره کړي، تر څو هغوی د خپلو مسلکي او تخصصي سویو په لوړولو سره د خپلې خوښې څانګو کې پرمختګ وکړي.

د بلخ پوهنتون مشرتابه ژمن دي، تر څو د زده‌کړیيزو سویو او د پوهې کیفیت لوړولو، د هېواد ځوانانو ته د يوې سالمې او سوله‌ييزې فضا رامنځته کولو، د اسلام مبارک دین بنسټونو او د لوړو زده‌کړو وزارت قانون پر اساس د علمي پروګرامونو په پرمختګ کې د سيمې اقتصادي وضیعت او سالم رقابت ته په کتو يو هر اړخیز نصاب برابر کړي. د یو ګټور او پر نوې ټکنالوجۍ سمبال تحصيلي نصاب ته پام کول د بلخ پوهنتون له لومړیتوبونو څخه دي. پر دې سربېره د زیربناوو تاسيس او پرمختګ هم په پام کې لري. ژمنه دا ده، چې نه یوازې د هېواد ځوانان په عصري علمي معیارونو برابر او ټولنې ته وړاندې کړي، بلکې غواړي چې ځوانان مو په علمي او اکاډمیکو موضوع‌ګانو پسې د اسلامي ارزښتونو، هېواد، اخلاقو او د هېواد تاریخ او فرهنګ برخو کې د لوړ احساس په درلودلو سره د غورو خدمتونو جوګه شي.

ومن الله توفیق

مفتی محمد شریف ابوعاصم عثمانی

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د فرهنگی کمېټې له لوري د پاکوالي عمومي حشر

د بلخ پوهنتون علمي معاونیت د غونډو عمومي تالار د عصري ټکنالوژۍ په الکترونیکي سیستم سمبال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه دفقهي او عقيدتي درسونو ازموينه

دزراعت پوهنځي فراغت غونډه

پر پینځو بېلابیلو موضوعاتو پکې خبرې وشوې!

د چهار شنبه د بلخ ولایت دولتي او خصوصي پوهنتونو په ګډه سره، د افغانستان اسلامي امارت د خپلواکۍ درېیمه کالیزه ونمانځله!

دژبو او ادبیاتو پوهنځي دپښتو ژبي دیپارتمنت د پنځلسمې دورې محصلانو د فراغت مراسم

د بلخ پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره دیني درسونه

د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني د اداري کارکوونکو سره صلح امېزه ناسته وکړه،

د BenQ په د MS550 ماډل درلودونکي (50) پايې پروجيکټورونه د بلخ پوهنتون د درسي بهير لپاره وپېرودل شول!

Latest announcementsAll announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۱:۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۸:۴۶
Background image

د بلخ پوهنتون د اداري خالي بستونو خبرتیا!

بلخ پوهنتون د خپلو کارونو د لا ښه سمون، چټکتیا او کار اهل کار ته د سپارلو او مسلکي کسانو د ګمارلو په موخه د لومړي ځل لپاره(۹) نهه  اداري بستونه او (۵ )پنځه بستونه د ډاکټرۍ په برخه کې د . . .

تازه خبرونهنور دلته

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۵:۵
Background image

د بلخ پوهنتون د رئیس شرعياتو، اقتصاد او ژورناليزم پوهنځيو څخه ليدنه.

نن شنبه د تلې مياشتې په (۱۴)مه د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد هاشمي د ياد پوهنتون د پوهنځيو د کتنې په لړۍ کې، شرعياتو، اقتصاد او ژونالېژم پوهنځيو څخه ليدنه وکړه، د هغوی ستونزې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د څارنې او ارزونې پلاوي وروستۍ ناسته

د پنجشنبه ورځ د تلې مياشتې په دوولسمه، په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د څارنې او اروزنې رياست له لوري، د همدې مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شوې ارزونه پای ته ورسیده.

دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۵:۲
Background image

د پوهنتون رئیس له پوهنځیو څخه لیدنه وکړه

شنبه ورځ د روانې تلې مياشتې په اوومه د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد «هاشمي» د ياد پوهنتون د ساينس، کمپيوټر ساينس او معدن انجنيرۍ له پوهنځيو ليدنه وکړه.

د بلخ پوهنتون رئيس شيخ. . .